احدي: ځینو سوداګرو د بیو د لوړوالي لپاره غاز زېرمه کړی

د انځور حقوق a
Image caption د سوداګرۍ وزارت وايي چې دوى تر اوسه ۱۰ زره ټنه غاز وارد کړي او د بېلابېلو دولتي پلورنځيو له خوا يې پر خلکو ارزانه پلوري.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې په همدې موخه يې د افغانستان له ماليې وزارته د ۵۰ میليونو ډالرو غوښتنه کړې. دغه پريکړه تر هغې وروسته شوې چې د افغانستان په بازارونو کې د اوبلنو غازو او نفتي توکو بيې په بيسارې کچه لوړې وختلي.

دا مهال په بازارونو کې د انډول ساتلو په موخه د سوداگرۍ وزارت لس زره ټنه اوبلن غاز وارد کړي او د دولتي پلورنځيو له خوا يې پر ټاکل شوې بيې پلوري.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکو ومنله چې د ځينو سوداگرو له خوا اوبلن غاز د بيې د لوړوالي په موخه زېرمه شوي، خو په دې برخه کې د کوم سوداگر يا کوم شرکت نوم نه يادوي.

له هغه مهاله چې خلکو د اوبلنو غازو په بيو کې د لوړوالي په اړه شکايتونه وکړل، افغان حکومت يې په اړه د ماليې وزارته د نوې بودجې غوښتنه وکړه چې د سوداگرۍ د افغان وزير انورالحق احدي په خبره چې پر بازارونو د سم نظارت لپاره دوى بودجې ته اړ وو چې د هغې غوښتنه يې نن سبا د ماليې له وزارته کړې او باوري دى چې په دې توگه به تر ديره بازارونه د څو تنو سوداگرو له ولکې بهر کړي.

دا رنگه ښاغلي احدي د اوبلن غازو د بيو د راټيټولو په تړاو وويل چې دوى تراوسه ۱۰ زره ټنه غاز وارد کړي او د بېلابېلو دولتي پلورنځيو له خوا يې پر خلکو ارزانه پلوري.

ښاغلي احدي وويل چې په راتلونکې کې په پام کې لري چې د افغانستان په نورو لويو ښارونو کې هم د ورته پلورنځيو له لارې غاز او نور اړين توکي پر خلکو وويشي.

Image caption دا مهال په بازارونو کې د انډول ساتلو په موخه د سوداگرۍ وزارت لس زره ټنه اوبلن غاز وارد کړي او د دولتي پلورنځيو له خوا يې پر ټاکل شوې بيې پلوري.

د سوداگرۍ وزير هغو سوداگرو ته خبردارۍ ورکړ څه له دې وروسته يې د خلکو د اړتيا وړ اړين توکي احتکار کړي ، او يا له تاکل شويو بيو نه يې لوړ وپلوري ، نو د قانون منگولو ته به وسپارل شي.

عام وگړي وايي چې تر دې وړاندې هم دغه وزارت د بيو د لوړوالي پر هماغه لومړيو ورځو کې ځينو سوداگرو ته ورته خبردارى ورکړى او يو پلاوى يې حيرتانو ته هم استولى و چې په دغه بندر کې زيرمه شوي توکي ليلام او خاوندانو ته يې سزا ورکړي.

خو وروسته د ځينو کتونکو او خبريالانو له نيره د ځينو جوړجاړيو او د يو شمير چارواکو د پر له پسې سپارښتنوله کبله د سوداگرۍ وزارت خپل دريځ بدل کړ.

ورته مطالب