پاکستان د ناټو پر اکمالاتي توکو د مالیې لګولو پر سر غږېږي

د ناټو لوژستيکي توکي
Image caption دا مهال پاکستان کې د ناټو زرګونه لوژستيکي ګاډي بند پاتې دي.

پاکستان ددفاع وزارت ویلي چې د امریکا او ناټو ترمنځ افغانستان ته د لوژستيکي توکو د لېږد په برخه کې په لیکلې بڼه تړون نه دی لاسلیک شوی.

ددفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته وویل، افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر لوژستيکي توکو د مالیې پر لګولو دا مهال غور روان دی.

سرچینې ویلي، په دې مالیه کې چې د کال میلیونونه ډالر کېږي، د اکمالاتي توکو د لېږد او زېرمه کولو په بدل کې د پیسو اخیستل هم شامل دي.

ددفاع وزارت پوځي سرچینې، چې د نامه اخیستو یې ډډه کړې، ویلي، د پارلمان کمېټه اوس افغانستان ته د ناټو د هر لیتر تېلو پر سر د مالیې لګولو پر چارې غور کوي.

۲۰ کلدارې مالیه

نوموړي ويلي، چې پاکستان کې د یوه لیتر ډیزلو پر سر ۲۰ کلدارې مالیه اخیستل کېږي.

سرچینه زیاتوي، د پروېز مشرف د واکمنۍ پرمهال تر لسو کالو پورې د ناټو اکمالاتي توکي له مالیې ورکولو پرته افغانستان ته لېږدول کېدل.

پاکستان وايي که چېرې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي توکو مالیه ولګول شي، د کال به څو میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

Image caption ناټو ته د پاکستان ترانزيتي لاره ارزانه پرېوځي او حیاتي ارزښت لري.

د پاکستان له لارې افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو د لېږد لپاره دغه لاره لنډه او ارزانه پرېوځي.

که څه هم دغه لاره ناټو ته حیاتي ارزښت لري، خو پاکستان تېره میاشت د ناټو بمبارۍ کې د ۲۴ سرتېرو تر وژل کېدو وروسته د اکمالاتي توکو لاره وتړله.

دا مهال زرګونه لارۍ او اکمالاتي توکي د پاکستان په خاوره کې بند پاتې دي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني پر تېره یکشنبې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، هېواد به یې افغانستان ته د ناټو د کاروانونو پرمخ د څو اوونیو لپاره دغه لاره تړلې وساتي.

هوايي حریم

ګیلاني د امریکايي الوتکو پر مخ د پاکستان د هوايي حریم بندول هم لیرې ونه بلل.

پر همدې مهال، په وسلو یوې سمبالې ډلې په تېرو څلورو ورځو کې دوه ځلې بلوچستان کې د ناټو پر اکمالاتي لاریو بریدونه وکړل.

د انځور حقوق bbc
Image caption اسلام اباد کې د نژدې ۲۰ هېوادونو د سفیرانو د غونډې مشري حنا رباني کوي.

په دې برد کې یو چلووکی وژل شوی او اته تېلي ټانکرونه سوځول شوي.

پاکستاني چارواکي وايي تر دې مهاله ناټو او امریکايي ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو په اړه کوم ترانزیتي تړون نه وو شوی او له تېرو لسو کالو راهیسې د لفظي مفاهمې پربنسټ، د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته د ناټو اکمالات لېږدول کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له ۱۵ هېوادونو خپل سفیران اسلام اباد ته له لوېديځ سره د اړیکو پر سر د خبرو لپاره ورغوښتي چې مشري یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کوي.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د یو شمېر لوېديځو هېوادونو سفیران هم ګډون لري.

ورته مطالب