افغان هوايي ځواک به د کال ترپایه ۱۴۰ الوتکې ولري

د افغانستان هوايي ځواک
Image caption د افغانستان د هوايي ځواک مشر وايي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې افغان ځواکونو ته ټولو امنیتي مسوولیتونو لیږدول کیږي، په ډېری عملیاتو کې به افغان هوايي ځواکونه برخه اخلي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې، چې د افغانستان هوايي ځواک به په پر مختللو چورلکو او وسایلو سمبال کړي.

افغان حکومت وايي، د خپل هیواد د کورني او بهرني امنیت د ګواښونو پر وړاندې، له سلو ډیرو پوځي الوتکې ته اړتیا لري.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، دوی هڅه کوي له هرې ممکنه لارې د اړتیا وړ پوځي الوتکې ومومي.

د دغه وزارت چارواکي دا هم وايي، د افغانستان د هوايي ځواکونو د پرمختګ ستراتیژي یې تر ۲۰۱۶ کال پورې ټاکلې او تمه کېږي، چې د روان کال ترپایه به افغان هوايي ځواک ته ۱۴۰ نظامي الوتکې ورکړي.

د دغه وازت چارواکي وايي، د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره یې تر ۲۰۱۶ کال پورې ځانګړې ستراټیژي جوړې، چې په مرسته به یې دغه ځواک په پرمختللو وسلواو الوتکو سمبال شي.

د افغانستان د هوايي ځواک مشر، تورن جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، ډیر ژر به دغو قواوو ته شل مي ۱۷ ډول الوتکې ورکول شي.

ښاغلی وردګ په دې باور دی، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې افغان ځواکونو ته ټولو امنیتي مسوولیتونو لیږدول کیږي، په ډېری عملیاتو کې به افغان هوايي ځواکونه برخه اخلي.

په عین حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرا ظاهر عظیمي وايي، چې دافغانستان ځمکنۍ قواوې په ډیره چټکې سره د پرمختګ په حال دي، چې ډیر ژر به د ده په باور د ملي اردو د سرتیرو شمیره یو لک او اتیازره تنو ته ورسیږي.

ښاغلی عظیمي ادعا کوي، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې به د افغانستان امنیتي حالت د اوسمهال په پرتله ښه او د ناامنۍ پیښې به لږ شي.

ورته مطالب