د غزني د زاړه ښار زړه کلا رغول کیږي

Image caption د غزني د زاړه ښار زړه کلا رغول کیږي

دغزني د زاړه ښار تاريخي كلا چې لرغونتوب يې داسلام تر راتګ وړاندې پورې ښودل كيږي د جوړولو لومړني كارونه پيل شوي دي.

د تاريخي ځايونو درغولو په برخه كې دې كلا ته د يوې مهمې پروژې په توګه ارزښت ورکول کيږي.

سره له دې چې دغزني ولایت چارواکي ددغې کلا د رغولو له لومړنیو چارو خوښ ښكاري دغزني والي موسی خان اکبرزاده يوځل بيا له اړوندو وزارتونو وغوښتل چې په دې لاره كې ورسره مرسته وكړي.

نوموړی وايي دغزني د زاړه ښار پروژه زموږ له مهمو پروژو وه چې داسلامي تمدن د ژوندې ساتلو په برخه كې موږ ته ارزښت لري.

ښاغلي اکبرزاده وویل د کلا د رغولو چارې به په دوو کلونو کې پاى ته ورسيږي خو ددې ترڅنګ پر وزارتونو غږ کوي چې هغه پروژې چې ددوه زره ديارلسم میلادي كال په وياړ يې لري په غزني کې پلي کړي.

د ښاغلي اکبرزاده وینا ده چې که وزارتونه پروژې عملې كړي غزني به په ۲۰۱۳ میلادي كال كې د بهرنيو ميلمنو د راتګ جوګه شي.

د تاريخي ځايونو درغولو په ترڅ كې تراوسه په نږدي لسو تاریخي ځايونو کې د اطلاعات او کلتور وزارت او دغزني د ولايتي ادارې له خوا یو لړ چارې ترسره شوي دي.

خو د زاړه ښار د تاریخې کلا د رغولو لګښت چې یو نیم میلون یور کیږي او دچارو د څارنې مسوولیت دجرمني یوه پوهنتون د اطلاعات او کلتور وزارت سره په همغږۍ کې په غاړه اخیستی.

په غزني کې د اطلاعات او کلتور ریس حمید الله سروري وايي د کلا د رغولو چارې داسي یوه شرکت ته سپارل شوي چې د تاریخي ځایونو د جوړولو څو کلنه تجربه لري.

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د شپږدیرشو تاریخي ځایونو د رغولو پروژې لري چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په ویاړ یې ترسره کوي.

تراوسه د لسو تاریخې ځایونو د رغولو چارې نږدي بشپړې شوي او ژر به د لسو نورو ځایونو د رغولو چارې هم پیل شي.

غزني شاخوا څلور سوه تاریخي ځایونه لکه ودانۍ، څلي، ابدات او زیارتونه لري چې اکثره یې د تیرو څو کلونو جګړو، طبیعي پیښو او د اړوندو چارواکو د نه پاملرنې له امله زیانمن شوي دي.

کارپوهان وايي که د غزني تاریخي ځایونو ته پاملرنه ونه شي دا ویره شته چې یو شمیر یې لکه د زاړه ښار د کلا د بالابین د برج په څیر له مینځه لاړ شي.

ورته مطالب