جنسي غلامۍ ته اړو شویو ښځو له یوې مجسمې پرده پورته کړه

د جنوبي کوریا هغو ښځو چې په دویمې نړیوالې جګړې کې جاپاني ځواکونو اړوېستې وې چې د جنسي غلامانو په توګه کار وکړي په سول کې د جاپان د سفارت مخې ته له یوې مجسمې پرده پورته کړه.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې په زرګونو کسانو برخه واخیسته او له هغو نه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

جاپان د دغې مجسمې په اړه چې یوه ځوانه ښځه په کې مخامخ ګوري اعتراض کړی و خو د جنوبي کوریا چارواکو ویلي و چې د ترسره کیدونکو مراسمو مخه نه شي نیولای.

داسې باور دی چې ښايي تر دوه سوه زرو پورې ښځو په دویمې نړیوالې جګړې کې د جنسي غلامانو په توګه کار کاوه.

جاپان څو وارې له دغه اړخه بخښنه غوښتې او قربانیانو ته یې د تاوان ورکولو وړاندیز هم کړی دی.

له مجسمې د پردې پورته کولو پرمهال د ډول او نوره موسقي وغږول شوه.