په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د فاسدانو پرضد مو مبارزه سخته کړې ده"

په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي په فساد کې د ښکېلو کسانو پرضد يې مبارزه سخته کړې ده. چارواکي وايي له نړېوالې ټولنې سره د هغې ژمنې پوره کولو ته تابيا نيسي چې د بن په کنفرانس کې یې کړې ده.

د بن په کنفرانس کې نړيوالو په دې شرط له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه چې افغان حکومت به د فساد د ورکولو په برخه کې خپلې هڅې چټکوي.

په کابل کې زموږ همکار اسماعیل شهامت د نوموړې ادارې له مشر غزيزالله لودين سره مرکه کړې چې پښتو بڼه یې عبدالله ستانکزي وړاندې کوي.

په پیل کې له ښاغلي لودین نه پوښتل شوي چې په کور دننه له څومره ملاتړه برخمن دي؟