''افغان سیمه ییزو پولیسو له بشري حقونو سرغړونې کړي''

Image caption افغان سیمه ایز پولیس چې د اورپکې پرضد په مبارزې کې د مرستې په موخه جوړ شوي

امریکايي ځواکونو په یوې څیړنې کې موندلې چې د امریکايي ځواکونو له خوا روزل شویو افغان سیمه ییزو پولیسو له بشري حقونو څخه سرغړونې کړې دي.

دا څیړنه وروسته له هغه وشوه چې د سپتمبر په میاشت کې د بشري حقونو د څار ډلې په یوه راپور کې وویل یو شمېر سیمه ییزو پولسو د جنسي تیریو او وژنو په ګډون سرغړونې کړي دي.

په دې هکله له کابله د بي بي سي خبریال کورلین وایټ په خپل راپور کې وايي: امریکايي ځواکونه هیله من دي چې افغان سیمه ییز پولیس به چې شاخوا یوه کال وړاندې جوړ شوي وکولای شي چې په عراق کې د ملیشو په څیر داورپکې پرضد په مبارزې کې مرسته وکړي.

داسي انګیرل کیږي چې د امریکايي ځانکړو ځواکونو له خوا روزل شوي دغه پولیس د کلیو په کچه امنیتي ځواک دی چې غړي یې په خپله د کلیوالو له خوا غوره شوي دي.

خو د سږکال په لومړیو کې د بشري حقونو د څار د ډلې په راپور کې ددغو شاخوا نهه زرو پولیسو پر یو شمېر یې د سرغړونو جدي اعاوې وشوې.

څیړل شوې ادعاوې

په دغې څیړنې کې چې امر یې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال جان الن ورکړی و ۴۶ ادعاوې چې په اصلي راپور کې یاد شوي وو څیړل شوي دي.

په دې کې د جنسي تیري، وژنې او له کوم علت پرته د توقیفولو ادعاوې شته.

څیړنه وايي په ځینو برخو کې کوچنۍ غلاوې او له واکه ناوړه ګټه اخیستنه هم په ادعاو کې شته او دا هغه شکایتونه دي چې په پیل کې ددې لامل شول چې ځیني افغانان د طالبان ملاتړ وکړي.

د څیړنې په پایله کې ۷ ادعاوې پوره باوري او پنځلس (۱۵) نور یې نسبي باوري ختلي دي. دغه راز ویل شوي چې د سیمه ییزو پولسو له خوا پر یو هلک د جنسي تیري د ادعا په ګډون لس ادعاوې ناسمې وې. څوارلس نورې پیسې بیا داسي دي چې په اړه یې پریکړه ګرانه بلل شوې.

د امریکايي ځواکونو له خوا څیړنه وړاندیز کوي چې افغان سیمه ییزو پولیس ته دې د بشري حقونو په اړه روزنه ورکړل شي او په جدي توګه یې څارنه وشي ځکه چې ددې پولیسو ډیره برخه نالوستې ده.

دا په داسي حال کې ده چې ډیر ژر به د سیمه ییزو پولیسو شمیره دیرشو زرو ته لوړه شي.

د بشري حقونو د څار ډلو اندیښنه

د بشري حقونو ډلې اندیښمنې دي چې د سیمه ییزو پولیسو نوښت به د سیمه ایزو قوماندانو ملیشه ځواکونو ته قانونیت وروبښي او دا به د نورو ډلو د رامینځ ته کیدو سبب شي چې ورسره حساب کول به ګران وي او دا کار کولای شي چې توکمیز کړکیچ هم رامینځ ته کړي.

ورته مطالب