قطر: طالبان باید د افغان لانجې په هواري کې برخه ولري

حمد بن جاسم آل ثاني
Image caption لومړي وزیر حمد بن جاسم آل ثاني ویلي، د افغان لانجې په هواري کې د طالبانو ونډې ته اړتیا ده، چې په وینا یې په اړه به یې پخپله افغانان پرېکړه کوي.

د قطر لومړي وزیر ویلي چې طالبان باید د پخلاینې او روغې جوړې د هرې معادلې یوه برخه وي، خو بڼه او کړنه یې باید د افغانانو له خوا وټاکل شي.

لومړي وزیر حمد بن جاسم آل ثاني دا څرګندونې د شنبې په ورځ د عرب لیګ د غونډې پرمهال وکړه.

بل خوا، په کابل کې د امریکا سفیر رایان کروکر ویلي، روغه جوړه د افغانانو کار دی او باید د همدوی په مشرۍ ترسره شي.

افغان حکومت له دې کبله چې په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر ورکولو په خبرو کې ګوښه ساتل شوي وو، له قطر څخه خپل سفیر د احتجاج په توګه ورغوښتی دی.

لومړي وزیر ویلي، د افغان لانجې په هواري کې د طالبانو ونډې ته اړتیا ده، چې په وینا یې په اړه به یې پخپله افغانان پرېکړه کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ددفتر ویاند ایمل فیضي ویلي افغان حکومت غواړي چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شي.

که چېرې شرایط ددې اجازه نه ورکوي نو بیا باید د ترکیې یا سعودي عربستان کې سیاسي دفتر ورکړل شي.

ښاغلي فیضي دا هم ویلي چې افغان حکومت طالبانو ته په افغانستان کې د ننه د دفتر ورکولو لپاره چمتو دی.

خو د افغانستان لپاره د امریکا سفیر رایان کروکر د شنبې په ورځ په کندهار کې وویل چې له طالبانو سره روغه جوړه او طریقه یې پخپله د افغانانو کار دی:

''د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې یوه داسې پروسه ده چې مشري او تصمیم یې باید پخپله له افغانانو سره وي. که افغان حکومت له امریکا یا کوم بل هېواده د کوم رول لوبول وغواړي، دا د افغان حکومت کار دی چې په دې لړ کې غوښتنه وکړي.''

ورته مطالب