متحده عربي امارات په تورخم کې وچ بندر جوړوي

تورخم
Image caption د رسمي شمېرو له مخه له ۳۵ سلنې واخله تر ۴۰ سلنې افغان سوداگريز توکي د پاکستان له لارې رالېږدول کيږي

متحده عربي امارات د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيتي ستونزو د کمولو په موخه د افغانستان په ختيځ کې يو وچ بندر جوړوي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي چې دغه بندر به د ختيځ ولايت ننگرهار په تورخم سيمه کې د ډيورنډ کرښې سره نژدې جوړېږي.

ددغه نوي جوړېدونکي بندر لگښت او مساحت تر دې مهاله نه دى څرگند، خو دا پر ډاگه شوې چې دا بندر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شته ترانزيتي ستونزو د هواري په موخه د عربي متحده اماراتو له خوا جوړول کېږي.

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې د افغانستان په ختيځ کې ددغه بندر تر جوړېدو وروسته به د افغان سوداگرو توکي نېغ په نېغه د پاکستان د کراچۍ له بندره راليږدول کيږي او بيا به له دې ځايه د افغانستان بازارونو ته وړل کيږي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي چې افغان سوداگريز توکې به بهرنيو هيوادونو ته هم د تورخم له سوداگريز مرکزه ليږدول کيږي.

ددغه بندر د جوړېدو خبره داسې مهال رامخې ته کېږي چې د افغان حکومت په وينا له پاکستان سره يې اتيا په سلو کې ترانزيتي ستونزې هوارې شوې دي

بانکي ضمانت او د افغان سوداگرو د توکيو بيمه کول په دې لاره کې لوى خنډ بلل کېده چې د افغان چارواکو په وينا دا ستونزه اوس هواره شوې ده.

نژدې يو کال مخکې افغانستان او پاکستان ترانزيتي تړون لاسليک کړ چې د ځينو اختلافي مادو له کبله هسې پل نه شو څنگه چې په کار و.

د کراچۍ لاره افغان سوداگرو لپاره د توکيو رالېږدولو په برخه کې تر ټولو لنډه او ارزانه لاره بلل کېږي، خو يو شمېر افغان سوداگر وايي چې پاکستان وخت په وخت له دغه ترانزيتي تړاوه سياسي گټه پورته کول غواړي.

د رسمي شمېرو له مخه له ۳۵ سلنې واخله تر ۴۰ سلنې افغان سوداگريز توکي د پاکستان له لارې رالېږدول کيږي او نور يې د منځني ختيځ له لارې راوړل کېږي، چې دا بيا يوه ډېره لگښتي لاره بلل کېږي.

ورته مطالب