په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سیاس: د ژمنیو طبيعي پېښو لپاره پوره چمتووالی لرو

Image caption د بیړنیو پیښو پر واړندې د افغانستان ملي ادراه وايي، دفاع وزارت او ناټو ځواکونو ورسره ژمنه کړې، چې د اړتیا په صورت کې به دخوراکي توکو په لیږد کې د الوتکو مرسته کوي.

په افغانستان کې د ژمې له رارسیدو سره، افغان چارواکي وايي، چې د ممکنه طبیعي پيښو د مبارزې لپاره یې هر اړخیز پروګرام په پام کې نیول دی.

په دې پروګرام کې، په لرې پرتو سیمو په ځاګړي ډول په غرنیزو سیمو کې د سړکونو پرانیستي ساتل، د روغتیايي اسانتیاوو او خوراکي توکو رسول شامل دي.

دوی درانګه وايي، په هغو سیمو کې چې هلته د ژمي په موسم کې لارې تړلې وي، له وړاندې یې خوراکي توکي او نور اړین مواد رسولي دي.

د بیړنیو پیښو پر واړندې د افغانستان ملي ادراه وايي، دفاع وزارت او ناټو ځواکونو ورسره ژمنه کړې، چې د اړتیا په صورت کې به دخوراکي توکو په لیږد کې د الوتکو مرسته کوي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د دې اونۍ په ځانګړې مرکه کې ، د بیړینو پیښو پروړاندې د افغانستان دملي ادارې له مرستیال محمد اسلم سیاس سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي، چې د ژمې لپاره دې ادارې څه تیارۍ نیولی دی.