کرزی: پاکستان باید کابل ته د هند له لیدلوري ونه ګوري

کرزی
Image caption ښاغلي کرزي ويلي پاکستان پوهېږې افغانستان د پاکستاني پوځيانو په وژنه کې پړ نه دى.

افغان ولسمشر حامد کرزي هيله ښوولې چې پاکستان د يوه خپلواک سياست په رامخې ته کولو سره، د يوه گاونډي هېواد له ليدلوري افغانستان ته وگوري.

افغان ولسمشر ويلي دي هڅه يې داده چې د ٢٠١٤ ميلادي کال نه تر ٢٠٢٤ ميلادي کال پورې افغانستان پر يوه داسې هېواد بدل کړي چې د نورو هېوادونو د سياليو ډگر نه وي.

ښاغلي کرزي دغه څرگندونې په کابل کې يو شمېر خپلواکو او حکومتي رسنيو ته کړې دي.

نوموړي ويلي پاکستان چې وسمهال له هند او امريکې سره کوم اړيکي لري افغانستان ته بايد له هغه ليدلوري ونه گوري.

وايي پاکستان په تير کې د طالبانو د پرزولو په موخه د امريکې متحدو ايالتونو ته اډې ورکړې.

همدا راز وايي په کال کې به يې له دې درکه امريکا نه دوه ميليارده ډالره مرسته تر لاسه کول، خو افغان ولسمشر ويلي چې له دې هر څه سره په افغانستان کې تاو تريخوالى پاى ته ونه رسېد، بلکې ورځ په ورځ به ډېرېده.

ښاغلي کرزي پر دې هم خواشيني ښوولې چې په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستان پر څوکيو د ناټو تر بمبار ورسته چې تر ۲۰ ډېر سرتېري پکې ووژل هغه هېواد له بن غونډې سره پرېکون وکړ.

پړ

ښاغلي کرزي ويلي پاکستان پوهېږې چې افغانستان په دې برخه کې پړ نه دى.

ولسمشر کرزي ويلي چې د افغانستان د سياست بنسټيزې کرښې روښانه دي، چې له گاونډيو هېوادونو او اسلامي نړۍ سره اړيکي ټينگول هم په کې راځي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې اعلاميه وايي چې د هند په څير لويو سيمه یيزو هېوادونو سره ستراتيژيک اړيکي جوړول هم د افغان سياست يوه برخه ده.

ښاغلي کرزي هيله ښوولې چې د افغانستان راروان حکومتونه به هم پر همدغو کرښو گام اخلي.

ورته مطالب