په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالحکیم مجاهد: د سولې لپاره د باور فضا اړینه ده

Image caption مجاهد د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د افغان دولت ونډه اړینه بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا له گوانتانامو زندانه د طالب بنديانو د خوشي کېدو هرکلى کوي، او غوښتنه يې دا ده چې په دويم گام کې بايد پر طالب مشرانو نور لگيدلي بنديزونه لرې کړاى شي او د دواړو غاړو تر منځ دې د باور فضا را منځته شي.

د دغې شورا غړى او په ملگرو ملتو کې د طالبانو د مهال استازى عبدالحکيم مجاهد وايي د سولې او خبرو اترو په تړاو هره پرېکړه چې کېږي، نو د افغان دولت د سلا مشورو اخيستنه په کې لازمي برېښي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له ښاغلي مجاهد سره پر همدې تړاو مرکه کړې ده.

ښاغلى مجاهد په پيل کې له گوانتانامو نه د احتمالي خوشې شويو بنديانو په تړاو خپل غبرگون په ډاگه کوي.