نادر نادري له دندې د لیرې کېدو پخلی وکړ

نادر نادري
Image caption ښاغلی نادري وايي چې په رسمي توګه له دندې د ګوښه کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر نادر نادري بي بي سي ته په څرګندونو کې له خپلې دندې د شړل کېدو پخلی کړی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند او دا راز په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د مرکز فیفا مشر نادر نادري له خپلې دندې د ګوښه کېدو په تړاو بي بي سي ته وویل دی په دی اړه د ولسمشر حامد کرزي له پرېکړې خبر شوی خو لا تر اوسه یې رسمي حکم نه دی تر لاسه کړی.

ښاغلي نادري دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې یې له دندې د ایسته کولو پریکړه شوې، له ډيرې تبصرې ډډه وکړه خو په لنډ ډول یې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ده له لورې په ګڼوچمتو شویو رپوټونو کې پر حکومت پرله پسې توندې نیوکې هغه احتمالي انګیزې وبللې چې ښایي ولسمشر کرزې یې له مخې د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون نه د هغه د ویستو پریکړه کړي وي.

ښاغلي نادري په همدې لړ کې د هغه تازه چمتو شوي رپوټ یادونه هم وکړه چې لا تر اوسه نه دی خپور شوی خو پکې پر حکومتي مشرانو د انتقالي عدالت د بهیر د پلي کیدو د مخنیوي او برعکس د جنګي جنایتونو له تور سره د مخامخ کسانو او جنګسالارانو د ملاتړ ، په حکومتي ادراو کې د فساد د پراخې کچې او د قانون په پلي کیدو کې د پاتې راتلو له کبله کلکې نیوکې شوي دي.

پخپله ولسمشر کرزي ته نژدې سرچینو او د ارګ مطبوعاتي دفتر لا تر اوسه له دندې د ښاغلي نادري دایسته کولو په اړه څه نه دي ویلي. ښاغلی نادري په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له جوړیدو راهیسې د دغه کمیسون یو فعال کمیشنر پاتې شوی او په دغه ټوله موده کې یې له رسنیو سره تودې اړیکې پاللي.

دا راز که د ښاغلي نادري د ایسته کیدو خبره سمه وخیژي نو دا به لومړی ځل وي چې د دغه کمیسیون یو کمیشنر د ولسمشر کرزي د حکم له مخې له دندې ایسته کېږي.

ورته مطالب