بغلان: د ډبرو سکرو په کان کې ۱۱ کسان ووژل شول

د سکرو کان د انځور حقوق Ilna
Image caption د نهرین ولسوال وايي چې دغه کان په غیر فني توګه کیندل کېده.

د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي چې د ډبرو سکرو د يوه کان د کېناستو له امله لږ تر لږه يوولس کان کېدونکي وژل شوي دي.

پېښه د بغلان د نهرين ولسوالۍ د چینارک سیمې په يوه کان کې شوې او چارواکي وايي د مړو جسدونه له کان نه وېستل شوې دي.

د نهرين ولسوال فضل الرحمن رحماني بي بي سي ته وويل پېښه د ډبرو سکرو د غير فني استخراج له امله رامنځته شوې ده:

''دا بې وزله کسان وو چې کان ته به تلل او د ډبرو سکاره به يې ويستل. همدا کان پرې ناست دی او ټولټال ۱۱ کسه په کې وژل شوې دي. څرنګه چې له کان نه په غير فني ډول د ډبرو سکاره وېستل کېږي، نو ځکه دا ډول پېښې په کال کې څو ځله کېږي.''

چارواکو د کان د کښېناستو سبب نه دی په ډاګه کړی.

رحماني ویلي، لاروښانه نه ده چې ایا دا حکومتي کان دی او که څنګه.

د هغه په وینا، کان د غیر فني کیندنې پرمهال کښېناستلی، چې لا له وړاندې یې د خطر په اړه جدي اقدام نه دی شوی.

ورته مطالب