کرزی:د شپني عملیاتو تر درولو له امریکا سره تړون نه لاسلیکوو

ناټو
Image caption ناټو ویلي چې د شپې عملیات نه شي درولی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې تر هغه به د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک نه شي، چې د ناټو له خوا د شپې عملیات نه وي درول شوي.

ناټو وړاندې ویلي وو چې د شپې عملیات په روانه جګړه کې ډېر اغېزناک دي او درول یې نه شي.

ولسمشر کرزي دا څرګندونې د ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو د جوړ شوي پلاوي غړو ته کولې.

په دې ناسته کې د وژل شوو ولسي وګړو خپلوانو هم حضور درلود.

پلټونکې ډله وايي چې کندهار، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې ناټو ځواکونو د عملیاتو پرمهال ولسي وګړي وژلي.

دوی وايي، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم ول.

د ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو دغه پلاوی د حامد کرزي له خوا د پلټنې په موخه ګمارل شوی.

دغه پلټونکي پلاوي د شنبې په ورځ (دسمبر ۲۴) خپل راپور ولسمشر کرزي ته وړاندې کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر کرزي پر بهرنیو ځواکونو د شپې مهال عملیاتو د درولو غږ کوي.

Image caption حامد کرزي له نړیوالو ځواکونو څو څو ځلې د شپني عملیاتو د بندولو غوښتنه کړې.

په تېره لویه مشورتي جرګه کې چې له امریکا سره د ستراتیژيک تړون په اړه له ولس نه حکومت سلامشوره غوښته، هم دا ټینګار وشو چې د شپې عملیات دې په سم لاسي ډول ودرول شي.

خو د ناټو قومندانان وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره، د شپې عملیات یوه اړتیا ده، او درولی یې نه شي.

ناټو ځواکونه په دې ګمان دي چې د شبې عملیات د اورپکو په ځپلو او د ناامنیو په کمولو کې اغېزمن دي.

ورته مطالب