افغانستان په قضايي سیستم کې اصلاحاتو ته مشوره غواړي

عبدالسلام عظيمي

ستره محکمه وايي، غواړي چې د افغانستان اوسنۍ پېچلی قضايي سيستم په کرار کرار ساده کړي.

افغان حکومت د ۳۴ ولايتونو قاضيان کابل ته وربللي چې د هېواد په قضايي سيستم کې د اصلاحاتو راوستو او نيمګړتياوو لرې کولو پر سر ورسره سلا مشوره وکړي.

د افغانستان ستره محکمه دا ګام وروسته له هغه اخلي چې په دغه ارګان د فساد او بې باورۍ له اړخه نيوکې زياتې شوي دي.

افغان حکومت د هېواد په قضايي سيستم کې د سم سمکي راوستو او له اوسني حالته د وتو په موخه له درست افغانستان نه د قضايي ادارو مشران کابل ته ور بللي دي. دوی به دغلته ټيک څلور ورځې په دې سره بحث کوي چې کومې لارې چارې د اوسني پېچلي قضايي سيستم په ساده کېدو کې کارنده پرېوتی شي.

کلېکاږل د خوست محاکم

د افغانستان د سترې محکمې مشر پوهاند عبدالسلام عظيمي وايی په قضايي ادارو کې د کار د ساده کېدو يا په بله وينا د يوې قضيې د ژر فيصله کېدو لپاره يې ځانګړی پلان نيولی، خو وايي د دغه پلان پلي کېدل وخت ته اړتیا لري.

په قضايي سيستم کې د اصلاحاتو طرحه د لومړي بن کنفرانس یوه برخه ده، خو لا هم خلک په دغه ارګان د فساد او بېروکراسۍ له اړخه نيوکې لري چې تر يوه بريده نړيواله ټولنه هم ورسره همغږې ده.

ښاغلی عظيمي وايي د قضايي سيستم نيمګړتیاوې به د ۳۴ ولايتونو د قضايي ادارو مشران يو بل ته په ګوته او د له منځه تلو لپاره به يې هم لارې ګودرې ولټوي:

''ډېر کله داسې نه ده چې ټولې نيمګړتياوې دې په هر قاضي کې وي، يا پخپلو په اشخاصو کې وي، ځينې وخت په سيستم کې نيمګړتيا وي، ځينې وخت يې اجرآت نيمګړي وي، او کله بيا په قانون کې نيمګړتيا وي؛ نو هرځای چې نيمګړتيا پيدا شي، زموږ دنده دا ده چې وړانديز وکړو، که په قانون کې وي، بايد تعديل شي، او که په اجرآتو کې وي، بايد اصلاح شي، او که په نورو مسايلو کې وي، بايد غور او کار ورباندې وشي.''

د افغانستان ستره محکمه که څه هم وايي کارونه يې تر پخوا ښه شوي، خو وايي هغې کچې ته لا نه دي ور لنډ شوي چې خلک يې ترې غواړي.

خو د ننګرهار يو اوسېدونکی د افغانستان له قضايي او عدليي ارګانونو بیا سرټکوي.

کابل ته د ۳۴ ولایتونو قاضیان په قضايي سیستم کې د نیمګړتیا د لیرې کولو او اصلاحاتو پر سر د سلامشورو لپاره کابل ته غوښتل شوي.

خو د افغانستان ستره محکمه وايي په دغه ارګان کې يې د فساد پر وړاندې مبارزه سخته کړې او تر اوسه يې په دې تړاو ۷۰ قاضيان نيولي او له دندو يې شړلي دي.

حقوق پوه او د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر وايي د قضايي سيستم د پاتې راتلو دليل يوازې اداري فساد نه دی، بلکې څو لاملونه لاس په لاس شوي او پر دغې ادارې يې د خلکو بې باوري او نيوکې ډېرې کړې دي.

د افغانستان ستره محکمه وايي د په کره ډول دوسيو د څېړلو او د لا رڼښت لپاره له څو وزارتونو او اداروه سره په ګډه کار کوي او هڅه يې دا ده چې خلکو ته عدالت ورسوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .