په کانکور کې د غزني ۱۰ زره زده کوونکي ګډون کوي

حسني مبارک عزیزي
Image caption حسني مبارک عزیزي: ''له لسو زرو ګډونوالو زده کوونکو یې ۴۵ سلنه نجونې دي.''

سږ د غزني په كانكور ازموينه كې د دوولسمو ټولګيو لس زره فارغين برخه لري.

د پوهنې د رياست وايي ‎چې تر اوسه ورته دنژدۍ اووه نيم زره فارغينو فورمې رسېدلې او دمګړۍ د غزني په درو ښوونځيو څه د پاسه ۲۰۰ لېسو له فارغينو د ازموينې د اخيستو بهير روان دي.

د پوهنې ريس حسني مبارك عزيزي وايي د فارغينو كچه د تېرو كلونو په پرتله دوه برابره شوي:

"هغه زياتوي پخوا به په غزني كې د نورو ولايتونو فارغين به هم د ازموينو لپاره راتلل، خو دا چې اوس زموږ فارغين ډېر شوي، نو يوازې د غزني د لېسو فارغين په ازموينه كې برخه اخلي او ټوله شمېره يې لسو زروتنو ته رسېږي چې ۴۵ سلنه يې نجونې دي. "

كه څه هم دفارغينو په منځ كې د ازموينې د اخيستو په بهير كې د روڼوالي په اړه تر يوه بريده اندېښنې موجودې وې، وحيدالله د مقر د ولسوالۍ د سلطان شهاب الدين لېسې د دوولسم ټولګي فارغ وايي:

"دلته سړى حيران شي چې څه به كېږي ډيرفارغين وينم چې نورو خلكو ته تیلې فونونه كوي او ورنه غواړې چې استادان ورته وويني، ای ډي نمبرونه ورته وايي."

د پوهنې ريس حسني مبارك عزيزي هم مني او وايي "دځينو كسانو كارتونه ورك غوندې دې، خو دا درې ډوله زده كوونكي دي، چې ځينو يې په تېرو كلونو كې درې ځله فورمې اخيستې او اوس په تور لېست كې دي، ځينې يې داسې دي چې ازموينې وركړي او هالته نه دې تللي اوبل يې هم هغه فارغين دي چې لومړى ځل امتحان وركوي خو له بده مرغه ځينې يې داسې دي چې په متفرقه ډول يې امتحان وركړي او اوس يې ازموينو كارتونه نه دي رارسېدلي، خو دا ستونزه به ډېر ژر هواره شي ځكه د ازموينې بهير هم درې ورځې دوام كوي. "

Image caption د کانکور په ګډونوالو کې نژدې نیمايي یې نجونې دي.

خو د غزني والي موسی خان اكبر زاده وايي چې له كابله د راغلي پلاوي په مشرۍ دغه بهير پروړاندې ځي او هېڅوك يې په كار كې لاسوهنه نه شي كولاى:

"ډاډمن دى چې د ازموينې د اخيستو بهير به په پوره ډول روڼ او له هر ډول درغليو به پاك وي. "

په عين حال د غزني والي موسي خان اكبر زاده ديو شمېر هغو ښوونځيو په اړه چې د بېلابېلو لاملونو له كبله تړل شوى اندېښنه وښوده:

"په غزني كې ۱۴ ښوونځي تړلي، چې هڅه كوو د پرانيستلو لپاره يې لارې چارې ولټوو. "

په غزني كې څه د پاسه ۶۰۰ ښوونځي فعال دي چې په كې ۳۵۰ زره زده كوونكي په زده كړو بوخت دي.

ورته مطالب