تخار: ځانمرګي برید ۲۲ جنازه کوونکي ووژل

تخار د انځور حقوق AFP
Image caption د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده اخیستې.

د افغانستان په شمالي تخار ولایت کې د جنازې پرمهال چاودنې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي.

د تخار والي عبدالجبار تقوا بي بي سي ته وویل، په برید کې له تخار ولایته په ولسي جرګې کې یو استازی او پخوانی جهادي قومندان عبدالمطلب بیګ هم وژل شوی.

د اوزبک ټباره ښاغلي بیګ کسانو له وسله والو طالبانو سره جګړې هم کړې، او تر دې وړاندې د تخار او کندوز امنیه قومندان هم تېر شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې کېدای شي دا به ځانوژونکی برید وي، خو پلټنه پيل شوې ده.

ښاغلي تقوا وویل چې د لومړنیو راپورونو له مخې، په برید کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي.

د تخار والي اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي چې دې جنازې ته زه هم وربلل شوی وم، خو ورنغلم ''د برید موخه یا زه، او یا هم د پارلمان غړی و.''

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحيدي رسنیو ته ویلي، برید په تالقانو کې د جنازې له مراسمو وروسته د خلکو د ستنېدو پرمهال شوی.

د انځور حقوق jawedan.com
Image caption مطلب بیګ د جمعیت اسلامي ګوند پخوانی قومندان و.

نوموړي دا یو ځانمرګی برید وباله.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

د تېرې مۍ په وروستیو کې هم د تخار په مرکز تالقانو کې یوه ځانمرګي برید په شمال کې د پولیسو مشر جنرال داود داود او د تخار امنیه قومندان شاه جهان نوري په ګډون دوه افغان او دوه الماني سرتېري ووژل.

په چاودنه کې د تخار د والي په ګډون له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي وو.

ورته مطالب