فراه کې افغان سرتېري دوه امریکايي عسکر ووژل

Image caption دا لومړی ځل نه دی چې افغان عسکر په دې هېواد کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو ډزې کوي.

د افغانستان د ملي اردو د یوه عسکر په ډزو لږ ترلږه دوه ا مریکایي عسکر د فراه په ولایت کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

چارواکي وایي افغان عسکر هغه مهال په امریکایي عسکرو ډزې وکړې، چې د فراه د پشت رود په ولسوالۍ کې د ګزمې پرمهال وو.

د ملي اردو ځواکونو د وسله والو مخالفینو سره د برید کوونکي د تړاو احتمال نه دی رد کړی.

د فراه د امنیې قوماندان سید محمد روشندل وایي د ملي اردو سرتېري د یکشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۴) هغه مهال په امریکایي عسکرو ډزې کړې چې دغه ګډ ځواکونو د پشت رود په ولسوالۍ کې په ګزمه بوخت وو.

برید کوونکی افغان سرتېری هم د امریکایي ځواکونو په متقابلو ډزو وژل شوی.

د افغانستان په لوېديځ کې د ملي اردو ځواکونو له وسله والو مخالفینو سره د برید کوونکي د تړاو احتمال نه دی رد کړی، خو دولتي سرچینې وایي د پېښې د انګیزې په هکله پلټنې روانې دي.

د چارواکو په وینا، د ملي اردو یو بل عسکر هم په دی پېښه کې ټپي شوی.

د افغانستان په لوېديځ کې د ملي اردو یوه سرچینه د امریکایي ځواکونو د تلفاتو د کچې په هکله وایي په پېښه کې لومړی ۴ امریکایي عسکر ټپيان شوي و چې بیا د دوی د وژل کېدو یا ژوندي پاتې کېدو په اړه مالومات نه لری.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان عسکر په دې هېواد کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو ډزې کوي.

څو میاشتې وړاندې تر هغو وروسته چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه اندېښنې راوپارېدې، د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې له دې وروسته به د ملي اردو لیکو ته د سرتېرو د جذب د پروسې پر څرنګوالي بیا کتنه کوي.

ورته مطالب