افغانستان له اروپايي اتحادیې سره پر تړون خبرې پیلوي

اروپايي اتحادیه
Image caption د دغه تړون محتوی به له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې له لورې په بېلابېلو برخو کې د اوسنۍ همکارۍ پر لا زیاتې پراختیا ورټوله وي.

افغان حکومت وایي له اروپایي اتحادیې سره به ډېر ژر د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون پر سر خبرې پيل کړي.

د چارواکو په وینا، د ملګرتیا دغه تړون به په امنیتي، اقتصادي او کلتوري ډګرونو کې د ګډې همکارۍ پر لا زیاتې پراختیا ورټول وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې تر څنګ د نوي میلادي کال له پيل سره جوخت له سره له متحده ایالتونو سره هم د ورته تړون پر سر د خبرو د پیلېدو د احتمال یادونه کړې.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زی وایي د دغه سند د لاسلیک لپاره به رسمي خبرې ډیر ژر پيل شي:

''موږ به د نوي میلادي کال په پيل کې له اروپایي اتحادیې سره د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون پر سر رسمي خبرې پيل کړو.

د دغه تړون محتوی به له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې له لورې په بېلابېلو برخو کې د اوسنۍ همکارۍ پر لا زیاتې پراختیا ورټوله وي.

په دې کې امنیتي ، سیاسي فرهنګي او اقتصادي ډګرونه شامل دي. دا راز په پام کې ده چې اروپایي اتحادیه به له افغانستان سره د دموکراسۍ په وده او د بشري او مدني حقونو د خوندیتوب په برخه کې هم خپلې مرستې زیاتې کړي.''

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند موسی زي په نوي میلادي کال کې له متحده ایالتونو سره د اوږد مهالې ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون په سر د خبرو د بهیر د تازه کېدو خبر هم ورکړ.

Image caption کرزی: ''د شپني عملیاتو تر درولو له امریکا سره تړون نه لاسلیکوو.''

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ (دسمبر ۲۴) په افغانستان کې د ناټو د مېشتو ځواکونو له لوري د شپې د عملیاتو دوام او په دې کې اووښتونکو ملکي تلفاتو ته په خپل ترخه غبرګون کې خبرداری ورکړ چې څو پورې دا وړ عملیات بند نشي نو کابل به له واشنګټن سره د ستراتیژیکې ملګرتیا تړون لاسلیک نه کړي.

د تېر نومبر په وروستیو کې کابل ته بلل شوې لوی عنعنوي جرګې هم نژدې د رایو په اتفاق سره په ځينو شرطونو له امریکا سره د ورته تړون د لاسیک ملاتړ کړې و چې په هغې کې هم د خلکو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د ورختو بندېدل او د ملکي تلفاتو مخنیوی مهم شرطونه وو.

ورته مطالب