په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چین د افغانستان د نفت ایستلو بولۍ وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه معامله داسې مهال لاسلیکېږي، چې چین د هېواد د ننه د تېلو سرچینو پراخولو ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان کابينې ددغه هيواد د کانونو وزارت ته دنده وسپارله چې په شمال کې د امو حوزې د نفتو ايستلو تړون د چين د نفتو له ملي شرکت سره لاسليک کړي.

د يادې شوې حوزې د نفتو کچه ۸۷ ميلیونه بيرله اټکل شوې ده.

د تړون د مسودې له مخه به دغه شرکت له ايستل شويو نفتو څخه افغانستان ۱۵ په سلو کې د امتياز حق او ۲۰ په سلو کې ماليه ورکوي.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک د افغانستان د کانونو وزارت د پلان او تگلارې جوړنې له مشر جليل جمراني سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې ددغې نوې پرمختيا جزيیات غوښتي.

ددغه تړون له مخې به چین افغانستان کې میلیونونه بیرله نفت راوباسي.

د افغانستان د وزیرانو شورا امر وکړ چې دغه تړون دې د چین بولۍ ګټونکي (د چین د تېلو ملي شرکت یا CNPC) سره لاسلیک شي.

دغه معامله داسې مهال لاسلیکېږي، چې چین د هېواد د ننه د تېلو سرچینو پراخولو ته سخته اړتیا لري.

د چین دغه ملي شرکت به د نفتو رایستلو دا چاره له یوه افغان سیمه ییز شریک 'وطن ګروپ' سره پیلوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه خبرې تودې شوې، شنونکي وايي دا به له وخت وړاندې وي چې ایا د چین دغه شرکت به په نفت رایستلو کې کامیاب شي او که څنګه.

د سنګاپور مېشتې تیري زین مشورتي شرکت توني ریګن بي بي سي ته وویل چې دغه چینايي شرکت به اړ وي چې د نفتو رایستلو لپاره افغانستان کې ډېره پانګونه وکړي.

له افغانستان سره د چین دا تر ټولو ستره معامله ده، چې د طبيعي سرچینو په بډایه افغانستان کې پانګونه کوي.

خو د افغانستان په روانو جګړو کې ددغه هېواد ګڼو بېخ بناوو ته سخت زیان اوښتی دی.

شنونکي په دې اند دي چې د سولې او ارامۍ په راتلو سره به افغانستان کې د بیارغاونې او پانګونې فرصتونه لا ډېر شي او په راتلونکو کلونو کې به د دغه هېواد اقتصاد وغوړېږي.