پکتیا کې بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې

رالوېدلې بې پیلوټه الوتکه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption امریکایانو ویلي چې الوتکې یې بېړنۍ ناسته کړې، خو طالبان وايي دوی راغورځولې.

د پکتیا ځايي چارواکو ویلي چې په احمد اباد ولسوالۍ کې د امریکا یوه څارګره بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې ده.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، دغه څارګره الوتکه د پکتیا احمد اباد ولسوالۍ په فیروز خېلو کلي کې نن (دسمبر ۲۷) سهار مهال رالوېدلې ده.

نوموړي وویل، چې الوتکه ټوټې ټوټې شوې ده.

احمد اباد د پکتیا له مرکز څخه شاوخوا پنځه کیلومتره لیرې پروت دی.

ددغې الوتکې د رالوېدو خبره په بګرام کې مېشتو امریکايي ځواکونو هم تایید کړې ده، خو وايي چې بېړنۍ ناسته یې کړې ده.

وسله والو طالبانو ویلي چې الوتکه دوی راغورځولې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته په یوه رالېږلي لنډ پیغام کې ویلي، چې د امریکا دغه بې پیلوټه الوتکه د دوی جنګیالیو ویشتلې او راغورځولې ده.

سیمې د ملي امنیت کسان، پولیس او امریکايي پوځيان رسېدلي دي.

تر دې وړاندې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم طالبانو د بې پیلوټه کشفي الوتکې د راغورځولو ادعا کړې وه.

ورته مطالب