آيا معلوليت د ژوند پاى دى؟

جنګ یا د انسانو ژوند اخلي او یا یې د معلولیت کندې ته ورغورځوي، خو داسی کسان هم شته چې که د ژوند له ډیرو ترخو او خونړیو پیښو نه ژوندی پاتي شي د پرمختګ لپاره لا ډيره انګیزه پیدا کوي. عبدالعلي بارکزی هغه ځوان دی چې اته لس کاله وړاندی یې په هرات کې پر کور راکټ ولګید، ټپي شو او دواړه لاسونه او پښې یې فلج شوې. دی اوس نقاشی کوي، شعر وایي، او د موسیقي آلات غږوي. ده ته د معلولینو لپاره د یوه ښونیز مرکز مشری هم ورپه غاړه ده.

محمد قاضي زاده د ده کولتوري او ټولنیزو فعالیتونو ته کتنه کړې او دا رپوټ یی چمتو کړی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .