افغان حکومت طالبانو ته د خبرو ۱۱ شرطونه وړاندې کړل

طالبان
Image caption طالبانو ته نژدې سرچينې وايي چې د دغه شان شرطونو لگول د سولې په بهير کې نور خنډونه هم رادبره کولاى شي.

افغان حکومت وايي چې له وسله والو مخالفيتو سره يې د خبرو اترو د پيلولو لپاره يوولس شرطونه اېښي او هغه يې ټولو بهرنيو سفارتونو ته په ليکلې بڼه استولي دي.

په شرطونو کې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانيستې وړانديز يو ځل بيا په سعودي عربستان او ترکيې هېوادونو کې شوى.

خو دغه پلا په ډېره زيږه ژبه دا خبره هم ورسره پاده شوې چې هېڅ هېواد د افغان حکومت له هوکړې پرته نه شي کولاى له مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړي.

په همدې حال کې طالبانو ته نژدې سرچينې وايي چې د خبرو اترو په لاره کې د شرطونو لگول نه یوازې دا چې د سولې له بهير سره مرسته نه کوي، بلکې د دوى له نظره دا نور هغه خنډونه دي چې د سولې بهير ورسره ټکنى کېږي.

د دغو يولسو شرطونو په يوه کې يې هم د بنديانو د سپارلو خبره نه ده ياده شوې او دا هم نه دي ويل شوي چې که طالب بنديان خوشي کېږي بايد کومو هېوادونو ته وسپارل شي، تېره ورځ کله چې له گوانتانامو زندانه قطر نه د طالب بنديانو د سپارلو خبره شوې وه، نو سم له واره يې افغان دولت په اړه کلک غبرگون په داگه کړ، چې د ځينو په گومان دغه ۱۱ ماده ييز پرېکړه ليک هم ښايي د همدغه غبرگون يوه برخه وي.

افغان دولت دا خبره هم نه مني چې گواکې د سولې او خبرو اترو بهير دې د دوى له هوکړې پرته تر سره شي؟

له پاکستان سره خبرې

له هغه مهاله چې د افغانستان د سولې ستر مرکچي برهان الدين رباني د يو ځانمرگي په پايله کې ووژل شو، نو افغان دولت يې په اړه ويلي وو له دې وروسته به د طالبانو پر ځاى له پاکستان سره خبرې اترې کوي، چې دا ځل يې هم په زغرده ويلي چې د سولې په خبرو اترو کې دې ارو مرو د پاکستان پښه ورگډه وي.

که څه هم د دغو نويو شرطونو ډېر هغه يې ډېر ځله د افغان چارواکو له خوا ويل شوي، خو دغه پلا د ځينو نورو خبرو هم پلو پورته شوى چې تر ډېره يې رسنيو ته لاره نه وه پرانيستې.

تر ټولو په لومړۍ ماده کې زيات ټينگار په دې شوى چې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانيستې اصلي او يوازينى موخه دا ده چې يوازې به له دې لارې له افغان حکمت سره د سولې او جوړ جاړي خبرې کېړي او د نورو موخو لپاره به کارول کېږي.

د اوربند ټینګار

دا رنگه بل نوى شرط يې دا دى چې د هر ډول خبرو تر پيل وړاندې په اوربند ټينگار شوى چې په تېر کې داسې څه نه و ويل شوي، د دغه شرط نه ځينې شنونکي داسې هم انگيري چې ښايي د خبرو اترو لپاره به تر پخوا زيات سره لنډ شوي وي.

Image caption افغان حکومت وايي چې طالبان د خبرو په صورت کې باید پېژندل شوې څېره رامخې ته کړي.

دا رنگه په خبرو اترو کې د پاکستان په گډون ډېر زور راوستل شوى او د افغان دولت شرط همدا دی چې پر پاکستان دې لانور زور راوړل شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دوشنبې ورځې په غبرګون کې خپل دریځ څرګند کړی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره موافق دي، خو خبرې به په دې شرط ورسره کیږي چې طالبان له تاوتریخوالي لاس په سر شي.

د سولې عالي شورا پاکستان د خبرو اصلي اړخ بولي، خو د قطر به اړه د پاکستان دریځ روښانه نه دی.

پاکستان تر دې دمه د سولې په خبرو کې د طالبانو د ګډون مخنیوی کړی او ویل کیږي چې له لوېدیځوالو سره د طالبانو مذاکره کوونکي سید طیب اغا د پاکستانیانو لاس ته لوېدلی او اوس ورسره بندي دی، خو دغه خبرې تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوې.

ورته مطالب