افغانستان: تر یوه کال د تېلو د رایستلو بهیر پیلېږي

تېل
Image caption دا اټکل هم شته چې د تېلو د راویستو پر مهال د طبیعي غازو د تازه زیرمو څرک هم ولګېږي.

افغان حکومت وایي د یو کال په موده کې به د هېواد په شمال کې د تېلو د را ایستو بهیر په عملي ډول پيل شي.

چارواکي وایي په دې سره به د نفتو له اړخه د کورنیو اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ هر کال د میلیویونه ډالرو ګټه تر لاسه شي.

د امو دریاب د ساحل په اوږدو کې د تېلو د را ایستو د دغې پروژې رسمي قرارداد د چهارشنبې په ورځ د وطن ګروپ په نوم د یو افغان شرکت په ملتیا د چین د پټرولیم له ملي شرکت سره په کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان په دوه شمالي ولایتونو فاریاب او سرپل کې د تېلو د را ایستو په اړه د چین د تېلو له ملي شرکت سي ان پي سي ای او د وطن ګروپ په نوم د یو کوچني افغان شرکت له ''کنسرسیوم'' یا شراکت سره په دغه لاسلیک شوي قرارداد کې درې مهم شرطونه ځای شوي.

یو دا چې ګټونکی شرکت به د یو کال په موده کې په سیمه کې د تېلو عملي استخراج پيلوي، بل دا چې راویستل کېدونکو اومه تېل به پخپله په افغانستان کې تصفیه کېږي او په پلور کې به یې د کورني مارکیټ د اړتیا پوره کېدل په لومړیتوب کې وي.

او درېیم شرط دا دی چې ګټونکې کمپنۍ به د چاپېریال ساتنې ټول لګښت هم پر غاړه اخلي.

البته د تېلو دغه زېرمې ډېرې سترې نه دي ابو د لومړنیو اټکلونو له مخې یې اندازه نژدې ۹۰ زره میلیونه بیرلو ته رسېږي خو چارواکي دا د هېواد ویجاړ اقتصادي حالت ته په کتو د بېړنۍ ګټې او دا راز په هېواد کې د انرژۍ له کنټروله د وتلي قیمت د کابو کولو لپاره خورا مهمه پروژه بولي .

د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهراني: ''افغانستان ته د دغه قرارداد مالي ګټه خورا ډېره ده. د شوې موافقې له مخې افغان حکومت د ویستل کېدونکو اومو تېلو ۱۵ سلنه امتیاز اخلي، دا راز د ګټې ۷۰ سلنه د افغان حکومت او ۳۰ سلنه د ګټونکي شرکت ده.

په دې سربیره ګټونکی شرکت حکومت ته د ګتې له خپلې برخې ۲۰ سلنه انتفاعي مالیه هم ورکوي او ورسره د ځمکې تاجایي یا کرایه هم پرې کوي.''

د دغه قرارداد مهلت ۲۵ کاله دی او د لومړنیو اټکلونو له مخې به افغانستان ته په ټولیز ډول د ۸ میلیارده ډالرو ګټه ورسوي.

دا اټکل هم شته چې د تېلو د راویستو پر مهال د طبیعي غازو د تازه زیرمو څرک هم ولګېږي.

چارواکي وایي کیدی شي د غازو د راویستو په برخه کې هم له دغې ګټونکې چینایي شرکت سره جلا قرارداد لاسیک شي. د دغې پروژې یوه بله ګټه د سیمې پراخ شمیر اوسدونکو ته د کار روزګار برابریدل یادیږي.

Image caption د تېلو دغه زېرمې ډېرې سترې نه دي ابو د لومړنیو اټکلونو له مخې یې اندازه نژدې ۹۰ زره میلیونه بیرلو ته رسېږي.

د دغه قرارداد ګټلو ته ۱۲ نړیوال شرکتونه ولاړ وو، خو ګټونکی هغه یې د وطن ګروپ په نوم د افغان شرکت په ملتیا د چین د پطرولیم ملي شرکت اعلان شو.

تر دې وړاندې د مسو د عینکو د کان لوی قرارداد هم یو چینایي شرکت ګټلی و.

چین له لویه سره په افغانستان کې د کانونو د راویستو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.

چارواکي وایي چین په پرتلیز ډول ښه شرایط وړاندې کوي او دې ته په کتو کېدی شي دغه هېواد په راتلونکې کې هم د افغانستان د کانونو په پراخه بالقوه زېرمو کې زیاته پانګونه وکړي.

ورته مطالب