کرزی: قطر کې د طالبانو له دفتر پرانیستو سره موافق یم

کرزی د انځور حقوق AP
Image caption په اعلامیه کې دا هم جوته شوې، چې کابل لاهم سعودي عربستان او ترکیې ته ترجیح ورکوي.

کابل د لوېديځ او طالبانو مخامخ تماسونه تایید کړل، خو ۱۱ شرطونه یې ورته ټاکلي دي.

ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانیستلو سره موافق دی.

نوموړي دا وړاندیز یوازې څو اوونۍ وړاندې رد کړی و، او په دې قهرېدلی و چې ولې امریکا او جرمني له افغان ولسمشر سره له سلا پرته د خبرو اترو د ځای په اړه خبرې کوي.

د میاشتې په سر کې افغانستان خپل سفیر له قطر څخه کابل ته وروغوښت.

خو له ارګه په تازه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، که امریکایان په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانیستل غواړي او دا د سولې له بهیر سره مرسته کوي، نو افغان حکومت ورسره مخالفت نه لري.

په اعلامیه کې دا هم جوته شوې، چې کابل لاهم سعودي عربستان او ترکیې ته ترجیح ورکوي.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو باور دا دی چې امریکايي چاوراکو د طالبانو له استازو سره اړيکي نیولي چې د افغان حکومت او ددوی ترمنځ د سوله ییزو خبرو لپاره ځانونه چمتو کړي.

د افغانستان او امریکا چارواکي پر دې ټينګار کوي چې پاکستان باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې مهم رول ولوبوي، ځکه چې په وینا یې د طالبانو جګپوړي مشران پاکستان کې دي.

ورته مطالب