بلوڅ بيلتون غوښتونکو په کوټه کې ځانمرگى بريد وکړ

کوټه
Image caption ويل کيږي چې لږ تر لږه ٣٠ کسه په دې چاودنه کې ټپيان شوي دي

د بلوچستان پہ مرکزکوټه کې د جمعې په ورځ ( د دسمبر ٣٠ ) ماښام ناوخته پہ یوځانمرگي برید کې پنځلس کسان وژل شوی او ٣٠ ټپيان شوي دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو د دې پېښې پړه په غاړه اخيستې ده.

دا پېښه د کوټې ښار په ارباب کرم خان سړک وشوه چې له امله يې لږ تر لږ پنځلس کسان ووژل شول او تر ٣٠ ډير پکې ټپيان شول.

ټپيان د کوټې ښار بيلا بيلو روغتونو ته رسول شوي چې د ځينو وضع ښه نه گڼل کيږي.

د چاودنې ځاى ته نژدې د پاکستان د پخواني مرکزي وزير او د مسلک ليگ قاف گوند د غړي مير نصير مينگل کور ته نژدې دى.

بېلتون غوښتونکي پوځ

په چاودنه کې د ښاغلي مينگل کور ډير خراب شوى دى.

شاوخوا د ډيرو کورونو او دوکانونو شيشې ماتې شوي او په سيمه کې برېښنا قطع شوې ده.

د کوټې د پوليسو مشر نذير کرد په وينا چاودېدونکي توکي په يوۀ موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د بلوڅانو بېلتون غوښتونکي پوځ ( بلوچستان لېبيريشن ارمي) وياند ميرک بلوڅ بي بي سي ته د تيلې فون په کرښه وويل چې دا چاودنه دوى کړې ده.

دۀ دا هم وويل چې دا ځانمرگى بريد و.

د ښاغلي ميرک بلوڅ په وينا دا لومړى ځل دى چې دوى ځانمرگى بريد کوي.

د بلوچستان بيلا بيلو سياسي گوندونو د پېښې له غندلو سره جوخت پر حکومت هم نيوکه کړې چې د ولس د امنيت په ساتلو کې د دوى په وينا پاتې راغلى دى.

د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم ريساني له پوليسو غوښتي دي چې سم لاسي دې تورن کسان ونيسي.

ورته مطالب