د فرانسې دفاع وزیر له افغان چارواکو سره پر ستراتیژيکه ملګرتیا خبرې وکړې

د فرانسې د دفاع وزیر ږیرارډ  لانګیټ د انځور حقوق nb
Image caption په کابل کې د ښاغلي لانګیت لومړنۍ لیدنه هم د دغو مراسمو په یوه څنګزنه غونډه کې له جنرال الن سره وه.

د فرانسې د دفاع وزیر ږیرارډ لانګیت افغانستان ته په دوه ورځني سفر ورغلی.

د دغه سفر اصلي موخه په افغانستان کې له مېشتو ۳۶۰۰ فرانسوي سرتېرو سره د نوي کال او کریسمس په مراسمو کې ګډون ښودل شوی.

ښاغلي لانګیت کابل ته له رسېدو وروسته له افغان ولسمشر حامد کرزي، له خپل افغان سیال جنرال رحیم وردګ او په افغانستان کې د ناټو ایساف له عمومي قوماندان جنرال جان الن سره هم لیدلي دي.

د فرانسې د دفاع وزیر ږیرارډ لانګیت د شنبې په ګهیځ د کابل په هوایي ډګر کې له راکوزیدو سره جوخت، خپل هیواد ته د هغو دوه فرانسوي سرتېرو د جنازو د استول کېدو په مراسمو کې ګډون وکړ چې دوه ورځې وړاندې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو افغان سرتېري ویشتلي او وژلي و.

وژل شویو سرتېرو ته د درناوي په دغو مراسمو کې د ناټو ایساف د ځواکونو پر نورو ګڼو قوماندانانو سربېره د دغو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم ورغلی و.

په کابل کې د ښاغلي لانګیت لومړنۍ لیدنه هم د دغو مراسمو په یوه څنګزنه غونډه کې له جنرال الن سره وه.

د ایساف ویاند جنرال کاریستن جاکوبسن بي بي سي ته وویل له ښاغلي لانګیت سره د ایساف د عمومي قوماندان خبرې تر ډيره په افغانستان کې د ناټو په اډانه کې د فرانسوي سرتیرو پر ونډه ورټولې وې:

''د فرانسې د دفاع وزیر د ایساف له قوماندان جنرال الن سره نن ګهیځ د کابل په هوایي ډګر کې د هغو مراسمو پر مهال ولیدل چې خپل هیواد ته د دوه وژل شویو فرانسوي سرتېرو د استول کېدو لپاره جوړ شوي و. د دواړ خبرې د افغانستان په ماموریت کې د فرانسوي سرتیرو د ونډې پر اهمیت او څرنګوالي ورټولې وې. تر دې وروسته د فرانسې د دفاع وزیرکابل ته د هغه د سفر په تړاو په تنظیم شویو سیاسي ملاقاتونو کې د ګډون لپاره وخوځېد.''

د ارګ مطبوعاتي دفتر او د افغانستان د دفاع وزارت سرچینې وایي ښاغلي لانګیت له ولسمشر کرزي او له خپل افغان سیال جنرال رحیم وردګ سره هم لیدلي او له هغوی سره یې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږدیدوپر روان بهیر او دا راز د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې د فرانسې پر ونډه خبرې کړي دي.

په پام کې ده چې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د اوږدمهالې ملګرتیا دغه تړون د اوس نه شاوخوا یوه میاشت وروسته لاسلیک شي.

افغانستان ته د فرانسې د دفاع د وزیرد روان دوه ورځيني سفر اصلي هدف د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د پیل او کرسمس د مراسمو پر مهال دلته له میشتو ۳۶۰۰ فرانسوي سرتیرو سره له نږدې کتنه ښودل شوې. ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د میشتو فرانسوي سرتیرو لپاره تر ټولو مرګونی کال بلل شوی.

په دې کال کې د افغانستان په ماموریت کې ښکیل ۲۶ فرانسوي سرتیري وژل شوي چې وروستۍ پېښه یې همدغه د افغان سرتیري په ډزو په تګاب کې د پنجشنبې په ورځ د دوه فرانسوي سرتیرو وژنه وه. په دې سره په تېرو لسو کلونو کې د ټولو وژل شویو فرانسوي سرتېرو شمېره ۷۸ ته ورسېده.

خو فرانسوي چارواکو وار له مخه د تګاب دغه وروستی برید په فردي انګیزه ولاړ اقدام بللې او وایي دا به په افغانستان کې د دوي پر روان ماموریت اغیز پری نه باسي.

ورته مطالب