کرزی: خوښ یو چې امریکا طالبان خپل دښمنان نه بولي

کرزی
Image caption کرزي عبدالصمد خان یو ملي اتل او مبارز وباله.

افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډن ددې څرګندونو هرکلی وکړ، چې ویلي یې وو طالبان د امریکا دښمنان نه دي.

حامد کرزي چې په کابل کې د پښتون سیاستوال او مبارز عبدالصمد خان د وژل کېدو د ۴۰ تلین په لمانځغونډه کې غږېده، عبدالصمد خان اڅکزی یو ملي اتل او پښتون مبارز وباله.

ولسمشر کرزي وویل:''په دې ارزو ډېر خوشاله یو، چې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې طالبان ددوی دښمنان نه دي، موږ په دې خبره ډېر خوشاله یو چې د افغانستان د خلکو، د ازورده کولو، د درد د وږمو پلمه ورکه شي، افغانستان ارام شي، او دا زموږ لپاره د سولې او امن یو پیغام شي.''

د دسمبر پر ۲۱مه د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې طالبان د امریکا دښمنان نه دي، او ټينګار یې دا و چې د افغانستان حکومت باید د سولې میز ته د طالبانو د راوستو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي بایډن ویلي وو: "طالبان زموږ دښمنان نه دي. دا ډېره مهمه ده."

د امریکايي او افغان چارواکو دغو څرګندونو داسې مهال رسنیوت ته سر کړی، چې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې د خبرو موضوع توده شوې ده.

دا پر افغانستان د امریکا د یرغل په لسو کالو کې لومړی ځل دی چې یو جګپوړی امریکایی چارواکی طالبانو ته د دښمن خطاب ردوي، او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی یې ملاتړ کوي.

شنونکي او څارونکي په دې اند دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې تر هر بل وخت ډېرې شوې دي.

ددغو هڅو په درشل کې په دې وروستیو کې په قطر کې طالبانو ته د یوه سیاسي دفتر د جوړېدو غوښتنې او خبرونه په ډاګه شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption جوبایډن: "طالبان زموږ دښمنان نه دي. دا ډېره مهمه ده."

خو د افغانستان حکومت بیا په دې اندېښمن دی، چې له دوی سره له خبرو او سلا پرته امریکا له طالبانو سره نېغ په نېغه تماسونه نیسي او په یوه درېیم هېواد کې دفتر جوړېدل ورته غواړي.

پر دې ټولو هڅو او څرګندونو سربېره، طالبانو لاهم کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

عبدالصمد خان اڅکزی د محمود خان اڅکزي پلار او د پښتون سیاست وال او مبارز غفار خان نژدې ملګری او د هغه د تګلارې لاری و.

دواړو پښتنو مشرانو د نه تاوتریخوالي سیاست او تګلاره غوره کړې وه او د پښتنو د یووالي لپاره یې کار کاوه.

ورته مطالب