د ترکمنستان د غازو د نل لیکې په اړه افغانان اندېښمن دي

د غازو نل لیکه
Image caption دغه دوه زره کیلومتره اوږد پایپ لاین به د کاله د دیرش میلیارده متره مکعب غازو د لېږد ظرفیت ولري.

یو شمېر راپورونه په دې وروستیو کې د پاکستان د هغو هڅو د ګړندیتوب خبره کوي چې له ایران سره یې د غازو د نل لیکې د غځولو د پروژې په اړه کوي.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان له امریکا سره د اړیکو تر خرابېدو وروسته دا پرېکړه کړې ده چې د سوداګرۍ لپاره به یو بل انتخاب ځانته ټاکي، خو همدې خبرې د غازو د نل لیکې په اړه د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

سره له دې چې افغان حکومت وایي دوی ددې پروژې د عملي کېدو په برخه کې پرمختګونه کړي، خو اقتصادي پوهان وایي پاکستان له لویه سره غواړي له ایران سره د تړون له لارې په سیمه کې خپلو سیالانو ته لوی ګوزار ورکړي.

د ترکمنستان د غازو د نل لیکې پروژه څه نوې خبره نه ده، خو داسې ښکاري چې ددې پروژې پر وړاندې د خنډونو د جوړولو هڅې په چټکۍ سره روانې دي.

یوې پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل راپور کې کښلي چې پاکستان له ایران سره د غازو د نل لیکې د غځونې کار پیل کړی.

همدې خبرې ته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په دې وروستیو کې اشاره کړې او ویلي یې وو چې پاکستان باید له نړیوالې ټولنې سره سوداګریزې اړیکې ولري او په دې برخه کې باید نوي ملګري ومومي.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د غازو د نل لیکې پروژه چې په انګلیسي کې په ټرانس، افغانستان پایپلاین او په مختصر ډول په ټاپي مشهوره ده میلیاردونه ډالره ارزښت لري او افغانستان ته ډېر اهمیت لري.

افغان حکومت وایي هڅه یې داده چې ددې پروژې د عملي کېدو لپاره تر خپله وسه کار وکړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت چارواکي وایي ددې تړون پر ضمني پروژو کار دوام لري او په نژدې راتلونکې کې به د ترانزیت او غازو د بیې په اړه د ترکمستان په عشق آباد کې د هغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

ضمني پروژې

ددغه وزارت ویاند جواد عمر وایې باور لري چې دوی به دا پروژه ګټي.

''موږ تر ډېره ددې پروژې پر عملي کېدو فکر کوو . په دې برخه کې ژمنې شوې، تړونونه لاسلیک شوي دي او اوس هم د افغانستان د دولت او حکومت له خوا ددې تړون پر ضمني پروژو د ترکمستان له چارواکو سره خبرې اترې روانې دي او موږ ددې بهیر د عملي کېدو په برخه کې پوره باور لرو .''

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان ددې پروژې د راتلونکي چارو په اړه اندېښمن دي چې ګنې پاکستان او ایران غواړي په بېلابېلو پلمو ددې پروژې د پرمختګ مخه ډب کړي.

سره له دې چې دغه تړون لاسلیک شوی، خو د کابل پوهنتون استاد مسعود وایي پاکستان په دې برخه کې دوه مخې لوبې کوي.

دا پروژه د تېر لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د څلورو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوه او ټاکل شوې چې د نل لیکې د غځېدو چارې یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې عملاً پیل او تر ۲۰۱۴ کاله بشپړې شي.

دغه دوه زره کیلومتره اوږد پایپ لاین به د کاله د دیرش میلیارده متره مکعب غازو د لېږد ظرفیت ولري.

ویل کېږي په دې پروژې کې په افغانستان کې زرهاوو کسانو ته د کار زمینه برابریږي او هم افغانستان د حق العبور له اړخه هر کال څو سوه میلیونه ډالره ګټه تر لاسه کولی سي.

اټکل دادی چې د دې نل لیکې ۴۲٪ غاز به هند، ۱۶ فیصده به افغانستان او پاتې به پاکستان تر لاسه کړي.

Image caption ترکمنستان ويلي، چې له خپلو پولو بهر د نلليکې په جوړولو او د هغې د امنيت په خوندي کولو کې ونډه نه اخلي.

په دې حساب دغه نل لیکه د عوایدو او کارموندنې ترڅنګ د افغانستان جنوبي او غربي حوزې ته د غازو د رسیدلو له درکه هم مهمه پروژه ده. دغه پروژه د افغانستان او ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري، خو امنیتي ننګونې لا په مخ کې پرتې دي.

په ټوله کې امریکا د ایران، پاکستان او هند ترمنځ د غازو د لېږد له تړون سره ځکه مخالفت ښیي چې په سیمه کې د ایران د نفوذ وېره ورسره ده.

په همدې حال کې ترکمنستان هم ويلي، چې له خپلو پولو بهر د نلليکې په جوړولو او د هغې د امنيت په خوندي کولو کې ونډه نه اخلي.

کارپوهان وایي ښایي ایران په افغانستان کې دا ډول لاسته راوړنې ونشي زغملای، نو ځکه ددوی په باور افغان چارواکو ته په کار ده، چې په پوره دقت سره حالات وڅاري او پرېنږدې، چې ايران یا پاکستان وکولاى شي د دغه راز سترو پروژو په برخه کې خنډ رامنځته کړاى شي.

ورته مطالب