افغانستان کې د مالیې نه ورکولو جریمه راټيته شوه

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د ماليې وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونه غواړي د قانون په دغه ماده کې تعدیل راوړي او شرکتونه يې د ډېرو جریمو له ورکولو وبښي.

د افغانستان د ماليې وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونه د مالیې د نه ورکولو جریمه لس زره افغانیو ته راټيته کړې ده.

پر عایداتو د ماليو د قانون له مخې سوداګر او پانګوال، چې په وخت يي مالیې نه دي ورکړې، اړ دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره پنځه سوه افغانۍ جریمه ورکړي، دغه کار د دې لامل شوی، چې پانگوال له حکومته په میليونونه افغانۍ پوروړي شي.

په تېرو لسو کلونو کې شا و خوا سل زره شرکتونو د سوداګری له وزارت او د خصوصي پانګې اچونې د ملاتړ ادارې ایسا څخه د پانګونې او سوداګری جوازونه اخیستي دي.

خو ویل کیږي، چې یوشمېر دغه شرکتونه د ځینو ستونزو له کبله نه دي توانېدلي، چې خپل کار پیل کړي، هغوی اړ دي، چې پر عایداتو د مالیو دقانون له مخې مالیه ورکړي.

دغه شرکتونه، چې دا مهال غواړي خپل کار پیل کړي، حکومت يي په وخت د ماليو د نه ورکولو له امله په میلیونه افغانیو جریمه پرې لگوي.

پر عایداتو د مالیو د قانون له مخې د مالیو د نه ورکولو جریمه په ورځ کې پنځه سوه افغانۍ ده.

د افغانستان د ماليې وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونه غواړي د قانون په دغه ماده کې تعدیل راوړي او شرکتونه يې د ډېرو جریمو له ورکولو وبښي.

د افغانستان د ماليې وزارت د عوایدو مشر احمدشاه زمانزی وايي، چې اوس مهال په داسې یوه طرحه کار کوي، چې د يو لړ شرايطو له مخې دغه شرکتونه چې مالیه يي نه ده ورکړې، د ډېرې جريمې له ورکړې وبښل شي.

ښاغلی زمانزی زیاتوي، اوس مهال د افغانستان ۶۰ تر ۷۰ سلنې عادي بودیجه د حکومت له عوایدو تمویلیږي.

په افغانستان کې، چې درې لسیزې جګړو ځپلی د ماليې د ورکولو کلتور پکې د ډېرو کسانو لپاره نوی دی او د ماليې په ورکولو سره خلک نه دي چمتو ، چې د خپلو عوایدو یوه برخه حکومت ته ورکړي.

دغه کار افغان حکومت دې ته اړ باسي، چې په زور ماليه راټوله کړي، ځکه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به حکومت اړ وي، چې نه یوازې خپله عادي بودیجه بلکې پراختیايي بودیجه هم د کورنیو عوایدو په راټولولو بشپړه کړي.

ورته مطالب