د نیمروز امنيتي مسؤولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي

نیمروز
Image caption نیمروز په دې وروستیو کې نسبتاً ارامه سیمه وه.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په دوهم پړاو کې د سه شنبې په ورځ د نیمروز ولایت امنیتي مسوولیتونه له بهرنیو هغو افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

نیمروز د افغانستان په لویدیځ کې د ایران پر پوله پروت سرحدي ولایت دی چې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د دوهم پړاو په اړه د افغان حکومت له لورې د مخې ته شوي پلان په ترڅ کې پکې د سه شنبې په ورځ امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. د کورنیو چارو وزارت وایي په دغه ولایت کې پولیس د دې وړتیا لري چې د پولې د ساتلو تر څنګه د دغه ولایت د اوسیدونکو د ورځيني ژوند حفاظت وکړي.

چارواکي په ټوله کې د پولیسو د شمیرې پرله پسې زیاتوالی د مستقلې دفاع په برخه کې مهم پرمختګ بولي او د بریا بیلګې یې هغه سیمې یادوي چې تر دې مهاله د امنیتي مسووولیتونو د لیږد په لومړي او دوهم پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوي .

د له بهرنیو هغو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد په دوهم پړاو کې چې پيل یې د لیندۍ ( قوس) په میاشت کې د پروان له ولایت نه وو، د دایکنډي، بلخ ، کابل او نیمروز ولایتونه او دا راز د جلال اباد ، چغچران، شبرغان، فیض اباد غزني ، میدان ښار او قلعه نو ښارونه هم شامل دي.

دا راز په پام کې ده چې په دې پړاو کې د بدخشان ، بادغیس ، هلمند ، هرات ، لغمان ، ننګرهار ، سرپل او میدان وردګو د ولایتونو د یو شمیر ولسوالیو امنیتي مسوولیتونه هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

۵۰ سلنه خاوره

اټکل دا دی چې د دې پړاو په بشپړیدو سره به د افغانستان د ټولې خاورې ۵۰ سلنه امنیتي مسوولیتونه د افغان ځواکونو پر غاړه پریوزي.

Image caption په همدې ترڅ کې د نړیوالې ټولنې ژمنه دا ده چې تر ۲۰۱۴ کاله ، یعنې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د بشپړ لیږد تر مهلته به دغو ځواکونو ته د اړتیا وړ ټولې وسلې او تجهیزات برابر کړي.

د دغه بار پورته کولو ته د چمتووالي له ډاډ سره سره ، د اړتیا وړ وسلو او نورو وسایلو کمی یوه جدي ننګونه یادیږي. د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د ملي پولیسو شمیر ۱۵۰ زرو ته رسیدلی.

چارواکي وایي که دغه شمیر پولیس په عصري او حمایوي تجهیزاتو سمبال شي نو ان په خورا لیرې پرتو سیمو کې ولسي امنیت خوندي کولی شي.

په همدې ترڅ کې د نړیوالې ټولنې ژمنه دا ده چې تر ۲۰۱۴ کاله ، یعنې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د بشپړ لیږد تر مهلته به دغو ځواکونو ته د اړتیا وړ ټولې وسلې او تجهیزات برابر کړي.

ورته مطالب