پاکستان د افغان سوداګرو ۷۰۰ بار کانتینر درولي

کانتینرونه
Image caption پاکستان وايي چې په دغو کانتینرونو کې ناټو ته توکي وړل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، اووه سوه په توکو بار کانټینرونه یې له شاوخوا ۱۵ ورځو د پاکستان په کراچۍ او پېښور ښارونو کې د پاکستان د حکومت له خوا درول شوي او افغانستان ته د تلو اجازه نه ورکوي.

دغه خونه وايي، په کانټنرونو کې یې داسې توکي بار دي، چې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي.

د دې خونې چارواکي له افغان حکومت غواړي، چې له په دې اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او دغه ستونزه ژر تر ژره ور حل کړي.

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ وزرات بیا وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړې او تمه ښیي، چې دغه ستونزه به نژدې ورځو کې حل شي.

د پاکستان د حکومت له خوا د دغه هېواد په بندرونو او ښارونو کې د افغان سوداګرو د کانټینرو درول کومه نوې خبره نه ده، خو دا ځل د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، شاوخوا ۷۰۰ په توکو بار کانتنرونه یې په کراچې او پیښور کې په دې تور درول شوي، چې ګنې دغه مالونه یې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته لېږدول کېږي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، په دې اړه یې د افغانستان له سوداګرۍ او بهرنیو چا رو وزارتونو سره خبرې کړي خو وايي، تر اوسه یې هڅې بې نتیجې دي:

''اووه سوه کانتینره، چې په داسې خوراکي توکو بار دي، چې باید په یخچال لرونکو کانټینرونو کې ولېږدول شي، له شاوخوا پنځلس- شپاړلس ورځو په کراچۍ او پېښور کې بې برخلیکه ولاړ دي. موږ څو ځلې سوداګرۍ وزارت او بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه ویلي، خو له بده مرغه زموږ د دولت غوږونه ګاڼه دي او زموږغږ نه اوري. په دې مالونو میلیونونه ډالره لګښت شوی نو باید افغان دولت او خپله ولسمشر دې ستونزې ته پام وکړي.''

ښاغلی الکوزی وايي، له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو له تم شويو مالونو نه په ناقانونه ډول لس ګونه ميليون ډالره جريمه اخيستې ده.

د 'اپټا' تړون

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکوسره خبرې روانې دي او تمه ښیې، چې دغه ستونزه به نژدې راتلوتکې کې حل شي.

د ''اپټا'' سوداګريز تړون ، چې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې افغان حکومت له پاکستان سره لاسلیک کړی، پرمټ یې د افغان سوداګرو موټر کولای شي، تر کراچۍ ازاد تګ راتګ وکړي، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د دې تړون په پلی کېدو لا هم ګڼې ننګونې شته دي.

ورته مطالب