ولسمشر کرزي د سحرګل د موضوع د څېړلو امر کړی

سحرګل
Image caption سحرگل اووه مياشتې دمخه هغه مهال چې لا يوازې ١٤ کلنه وه، يوه ٣٠ کلن سړي ته واده شوه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزارت ته د پنځلس کلنې ناورې د ځورونې د موضوع د پلټلو امر کړی.

۱۴کلنه سحرګل د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د خپلې خسرګنۍ له خوا په ډېر ناوړه ډول ځورول شوې او شپږ میاشتې يې په تاکاوۍ کې په درد او عذاب کې تېرې کړې.

نوموړې اوس په کابل کې تر درملني لاندې ده.

پوليس وايي چې د هغې نوکان او ويښته ايستل شوي دي. سربېره پر دې پوليسو دا هم ويلي چې غوښې يې په انبورونو ترې پرې شوې دي.

سحرگل اووه مياشتې دمخه هغه مهال چې لا يوازې ١٤ کلنه وه، يوه ٣٠ کلن سړي ته واده شوه.

مور او پلار يې پوليس هله خبر کړل چې څو مياشتې يې د لور احوال ورنغى.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي چې حامد کرزي پخپله د کورنیو چارو امنيتي سلاکار ته امر کړی چې د سحر ګل موضوع وڅېړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي د ملي امنیت په شورا کې ټینګار وکړ چې د سحر ګل د ځورونې او کړونې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او د قانون له مخې دې سزا ورکړل شي.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې د سحر ګل د مېړه د کورنۍ ډېر کسان نیول شوي، خو پخپله مېړه یې تښتېدلی.

دا د افغانستان د لیري پرتو سیمو د ټولنیزو پیښو یوه بېلګه ده چې د ښځو پروړاندې تر سره کېږي او ښایي ډیرې ورته نورې پېښې هم شوې وي چې تر اوسه یې غږونه چا نه دي اورېدلي او یا نه دي رسول شوي.

ورته مطالب