د شیکاګو-ناټو غونډه د افغانستان پر مرستو ځانګړی بحث کوي

د ناټو سرمشریزه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په افغانستان کې ښکېلې نړیوالې ټولنې او هېوادونه وايي له دې هېواده د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ناټو وايي د ولسمشر حامد کرزي له وړاندیز سره سم به د ۲۰۱۴ کال ترپایه په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د لېږد بهیر بشپړ شي خو له افغانستان سره به د دوی ژمنې دوام ولري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو چارواکي وايي په شیکاګو کې د ناټو جوړېدونکې غونډه چې پر یو لړ ځانګړو موضوعاتو به بحث پکې وشي د روان لمریز کال په مۍ میاشت کې جوړېږي.

په افغانستان کې ښکېلې نړیوالې ټولنې او هېوادونه وايي له دې هېواده د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته به هم له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ناټو پوځي چارې به په روزنیزو هغو بدلې شي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ملکي چارو ویاند کریستوفر چمبرز وايي په ۲۰۱۰ کال کې د پرتګل په لیزبن کې د مرستو پر پراختیا او دوام خبرې وشوې او ټاکل شوې چې له افغان حکومت سره د مرستو په تړاو په شیکاګو کې د ناټو غړو هېوادونو په غونډه کې هم بحث وشي:

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو غړي هېوادونه په هرو دوو کلونو کې یو ځل غونډه کوي چې په ډېرو مهمو موضوعاتو بحث پکې کېږي.

''د ناټو غونډې په څنډو کې به په قطعي توګه پر نورو موضوعاتو خبرې هم وشي چې یو له هغو څخه د افغانستان موضوع ده. د شیکاګو په غونډه کې به ناټو پر دې سلا وکړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې اړیکې ټینګې وساتي. دغې غونډې ته یوازې پنځه میاشتې پاتې دي.''

ښاغلی چمبرز وايي په همدې وخت کې به د ناټو او افغان حکومت تر منځ هم خبرې وشي، ښاغلی کرزی به شیکاګو ته ولاړ شي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره یوه پرېکنده اعلامیه خپره شي.

د ناټو غړي هېوادونه په هرو دوو کلونو کې یو ځل غونډه کوي چې په ډېرو مهمو موضوعاتو بحث پکې کېږي، چې راتلونکې غونډه یې د راتلونکې مۍ پر ۲۱ او ۲۲ نېټو د ولسمشر اوباما په کوربه توب جوړه شي.

ورته مطالب