طالبان: له نړیوالې ټولنې سره 'افهام او تفهیم' ته چمتو یو

طالبان
Image caption دا لومړی ځل دی چې طالبان د سولې په تړاو او په بهر کې د سیاسي دفتر د درلودو په تړاو څرګندې خبرې کوي.

په افغانستان کې وسله والو طالبانو ویلي چې د هېواد د روان کړکېچ د هواري لپاره په بهر کې د سیاسي دفتر پرانیستو لپاره چمتو دي.

دوی وايي چې په لومړیو خبرو کې یې د قطر په ګډون له یو شمېر اړوند غاړو سره خبرې کړې دي.

د طالبانو له خوا د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ درېیمه) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې له مخالف لوري سره یې د روانې شخړې د حل لپاره تل هڅه کړې ده.

ویناپاڼه کاږي، د بندیانو د تبادلې په صورت کې طالبان له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو بندیانو د خوشي کولو غوښتونکي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په روانه لس کلنه شخړه کې دوه اساسي غاړې (طالبان او امریکا او متحدین یې) ښکېلې دي.

طالبان وايي: ''له لومړي سره د طالبانو دا دريځ و، چې د افغانستان اشغال ته پای ورکړل شي. او افغانان دې د خپلې خوښې یوه داسې اسلامي حکومت جوړولو ته پرېښودل شي، چې هېچا ته ضرر پکې نه وي.''

زور

په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو او د دوی اسلامي امارت له نړیوالو سره د پوهاوي په موخه وخت په وخت خپل دريځ روښانه کړی، او ټينګار یې دا دی چې د هېواد روانه ستونزه د زور او له پوځي لارې نه شي کېدای.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د سولې په تړاو او په بهر کې د سیاسي دفتر د درلودو په تړاو څرګندې خبرې کوي.

د تېر پرخلاف، طالبانو دا ځل د سولې او خبرو لپاره خپل هېڅ کوم شرطونه نه دي وړاندې کړي او نه یې هم له افغان حکومت سره د پخلاینې کومه خبره کړې ده.

ورته مطالب