امریکا د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ۲۰ برازیلي الوتکې اخلي

یوه برازیلي شرکت اعلان کړی، چې له امریکا سره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره د ۲۰ الوتکو د خرڅلاو تړون لاسلیک کړی د.

ددغه تړون ارزښت ۳۵۵ ميليون ډالر ښودل شوی، خو د افغانستان د دفاع وزارت او هوايي ځواک وايي، چې ددغه تړون په اړه هېڅ معلومات نه لري.

اې ۲۹ سوپر توکانو، هغه الوتکه ده چې د افغانستان د هوايي ځواک د روزنې لپاره يې پېرل په پام کې نيول شوي دي.

دغه الوتکه برازيل جوړه کړې چې د توربين ماشين لري، او د جوړوونکي برازيلي شرکت د چارواکو په وينا، ښه مقاومت هم لري.

دغه برازيلي شرکت، چې له امريکا سره يې د دغو الوتکو د خرڅلاو تړون لاسليک کړی، پخپله اعلاميه کې هيله مندي ښودلې چې په دې معاملې سره به افغان ځواکونه پياوړي شي.

د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ ناهمغږي او د نظر اختلافات ځينې وخت هغوی د يوبل په مقابل کې د درېدو لامل ګرځي.

هادي خالد

له نړيوالې ټولنې د افغانستان د ځواکونو تجهيز او پياوړي کول د افغان چارواکو له لويو غوښتنو څخه دي، خو دا ځل داسې يو ګام اخيستل شوی، لکه څنګه چې د افغانستان د دفاع وزارت او هوايي ځواک چارواکي وايي، دوی پرې نه دي خبر شوي.

يوه افغان چارواکي، چې د نامه له اخيستو يې ډډه وکړه، بي بي سي ته وويل چې دا په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې يو منفي عمل دی چې له افغان چارواکو سره په ناهمغږۍ کار کوي.

سرچينې دا هم وويل دا لومړی ځل نه دی چې نړيواله ټولنه دا کار کوي.

خپله خوښه

اې ۲۹ سوپر توکانو

اې ۲۹ سوپر توکانو، هغه الوتکه ده چې د افغانستان د هوايي ځواک د روزنې لپاره يې پېرل په پام کې نيول شوي دي.

خو د پوځي چارو افغان کارپوه هادي خالد بيا وايي چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د خپل حضور په لومړيو کې ټول کارونه پخپله خوښه وکړل، چې په وينا يې دا ډول کړنې د افغانستان په زيان تمامېږي.

ښاغلی خالد وايي، د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ ناهمغږي او د نظر اختلافات ځينې وخت هغوی د يوبل په مقابل کې د درېدو لامل ګرځي، او ځينې وخت بيا ددې سبب کېږي چې د افغانستان په تړاو مهمه پرېکړه پرخپل وخت ونه شي.

د ځينو کارپوهانو په وينا، د افغانستان د هوايي ځواک په اړه نه نړيوالې ټولنې او نه هم د افغانستان حکومت يوشان نظر درلود، نړيواله ټولنه خپل لومړيتوب د ځمکنيو ځواکونو په سمبالښت کې ويني، خو د دفاع وزارت بيا وايي چې د ځمکنيو ځواکونو ترڅنګ بايد هوايي ځواک هم پياوړی شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .