کابل: له بهرنيو سره شته زندانيان دې ژر راوسپاري

بگرام
Image caption اټکل دى چې تر زرو تنو ډير افغانان په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو سره زندانيان دي

افغان حکومت وایي د یوې میاشتې دننه د ټولو هغو افغان بندیانو د ورسپارلو تکل لري چې د بګرام زندان په ګډون د بهرنیو ځواکونو په توقیف کې دى.

د رپوټونو له مخې له طالبانو او القاعده سره د تړاو به تور د نیول شویو دغو بندیانو شمیر لږ ډیر ۱۰۰۰ تنو ته رسیږي .

د بندیانو د ورسپارلو دغه پریکړه د پنجشنبې په ورځ د کابل په ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د حکومتي چارواکو د لوړې کچې په غونډه کې وشوه.

د ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې له بهرنیو ځواکونو افغان حکومت ته د بګرام زندان د بندیانو په ګډون ، د ټولو افغان بندیانو د سپارلو لپاره د یوې میاشتې مهلت ټاکل شوی.

دغه چاره یو لوړ رتبه حکومتي کمیسون ته سپارل شوې چې د دفاع ، کورنیو چارو او عدلیي د وزیرانو تر څنګه پکې د افغانستان لوی څارنوال ، د ملي امنیت یا استخباراتو د ادارې ریس او د سترې محکمې واکمن استازي ګډون لري.

له ارګ نه په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې د بګرام زندان په اړه د حکومتي پلټنو په پایله کې یو تازه خپاره شوي رپوټ ته په اشارې تر یو بریده ستغه ژبه کاریدلى.

له بندیانو سره د چلند

په دغه رپوټ کې د بګرام په زندان کې له بندیانو سره د چلند په اړه د افغانستان له اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو، نړیوالو کنوانسیونو او بشري حقونو د سرغړونو ادعا شوې.

دا کټ مټ هماغه څه دي چې ملګرو ملتونو یې له مخې څو میاشتې وړاندې افغان حکومت ته د دغو بندیانو د سپارلو د وړاندیز په اړه اندیښنه ښودلې وه.

د دغه سازمان انګیرنه دا وه چې کیدي شي د افغانستان په رندانونو کې له دغو بندیانو سره ناوړه چلند وشي او بشري حقونه یې پیمال شي.

وروسته ناټو هم د ملګرو ملتونو د سازمان اند یښنو ته په غبرګون کې افغان حکومت د بندیانو د سپارلو وړاندیز چې په ټوله کې تر ۲۰۱۴ کاله افغان حکومت ته د مسوولیتونو د انتقال مهمه برخه بلل کیږي، د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.

اوس هم داسې نه بریښي چې د ملګرو ملتونو د سازمان دغه اندیښنې لیرې شوې وي او که داسې وي نو بیا هم ښایي د افغان حکومت دغې غوښتنې ته د ناټو او امریکایانو ځواب نه وي.

شدت

د وخت له اړخه هم د افغان حکومت دغه پریکړه د پام وړ ده .

دغه غوښتنه په دومره شدت داسې مهال مطرح شوې چې د د رپوټونو له مخې امریکا له څه مودې راهیسې له طالبانو سره خبرې پيل کړي چې پکې په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانستو او له ګوانتانامو نه د یو شمیر لوړپوړو طالب بندیانو د پریښودود موافقې خبرونه هم راغلي.

دا هغه څه دي چې افغان حکومت ورسره ظاهرا موافقه ښودلې خو اشارې دا دي چې ګواکې په کابل کې چارواکي پرې ډير خوشحاله نه دي.

دې هر څه ته په کتو پوښتنه دا ده چې ایا افغان حکومت په ریښتیا هم په بګرام کې له افغان بندیانو سره د چلند له اړخه اندیښمن دی او که دغه غوښتنه پر امریکایانو د متقابل فشار د راوستو لپاره په دومره جدیت سره مخې ته شوې ده؟

ورته مطالب