د افغانستان په ښوونځیو کې یوازې ۴۰٪ مسلکي ښوونکي شته

ښوونکی
Image caption په لیرو سیمو کې زیاتره له ۱۲ ټولګي فارغ کسان بېرته پخپلو ښوونځیو کې ګمارل کېږي.

که څه هم د افغانستان په زیاتره ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نه شتون له تېرو لسو کلونو راهیسې یوه ستره ستونزه ده، خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د ښوونکو د مسلکي کولو هڅې یې ګړندۍ کړي او د ښوونځیو هغه ښوونکي چې غیر مسلکي او د دولسمو ټولګیو فارغان وو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې یې دارالمعلمینونو ته د زده کړو لپاره لیږلي دي چې د خپلو دندو تر څنګ لوړې زده کړې هم وکړي.

د افغانستان د ښوونې وزارت چارواکي په لېرې پرتو سیمو کې ښوونکو ته د ښوو امتیازونو د ورکولو خبر هم کوي.

خو زیاتره ښوونکي وايي په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت نه شتون ددې لامل شوی چې دوی په مرکز او نورو لویو ښارونو کې د دندو لټون وکړي، خو په مرکز کې بیا نه شي کولای چې په آسانۍ دنده ومومي.

خو له دې ټولو سره سره لا هم د افغانستان د ټولو ښوونکو ۶۰ سلنې مسلکي زده کړې نه دي کړي. دغه ستونزه تر ډېره د افغانستان په لېرې پرتو او نامنو ولایتونو کې موجوده ده او زیاتره ښوونکي په دغو ولایتونو کې آن دند ترسره کولو ته هم زړه نه ښه کوي.

یو شمېر ښوونکي له پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو تر فارغېدو وروسته هڅه کوي چې په نورو برخو کې کار وکړي، او په ښوونځیو کې دندو ترسره کول ته لږ لېوالتیا ښيي.

د ښوونې او روزنې د پوهنتون سرپرست پوهاند میر هارون احمدي یې لاملونه داسې په ګوته کوي: ''یو دا چې په خواشینۍ سره تر دې مهاله ښوونکو تر ټولو لږ معاش ورکول کیږي، حال دا چې باید دوی ته تر نورو ډېره تنخواه ورکول شي، او بله دا چې په ټوله کې زموږ په هېواد کې د ښوونکي دندې ته په ټیټه سترګه کتل شوي دي، نو ځکه ددې څانګې فارغان نورو مسلکونو ته مخه کوي.''

Image caption له پوهنتونونو فارغ کسان د لږ معاش له کبله د ښوونکي دندې ته زړه نه ښه کوي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان دا مني چې په افغانستان کې د مسلکي ښوونکو د پراخ کموالي ستونزه شته، خو وايي دوی په ولایتونو کې د ښوونکو د هڅولو لپاره ځانګړي امتیازونه په پام کې نیولي.

دا مهال په ټول افغانستان کې یوسل او نوي زره ښوونکي شته چې له هغې ډلې ۴۱ سلنه یې مسلکي شوي دي.

د ښوونکو د روزنې لپاره د هېواد په کچه د پوهنتونونو تر څنګ ۴۱ دارالمعلمینونه هم شته او د پوهنې وزرات په وینا اړوندې الحاقیې به هم ۳۰۰ ته ورسوي.

خو د افغانستان د پوهنتونونو فارغان د بهرنیو موسسو او شخصي کمپنیو له خوا په لوړو معاشونو په دندو ګمارل کیږي.

ورته مطالب