توریالی ویسا: 'میانشین' ولسوالي له طالبانو ونیول شوه

کندهار
Image caption میانشین له پاکستان سره د کندهار یوه ګډه پوله لرونکې ولسوالي ده، چې له زابل او اروزګان ولایتونو سره هم ګډه پوله لري.

د افغانستان په سوېلي کې امنيتي ځواکونو له پاکستان سره پر پوله پرته میانشین ولسوالي د وسله والو له ولکې نیولې ده.

دغه ولسوالي له تېرو پنځو کالو راهیسې د حکومت د مخالفو وسله والو په لاس کې وه.

د کندهار والي توریالي ویسا ویلي، افغان امنيتي ځواکونو له څو ورځنیو عملیاتو وروسته میانشین ونیوله.

ښاغلي ویسا دا هم ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې حکومتي ادارې بېرته فعالې شوې او ولسوال او د پولیسو قومندان یې هم ورته ټاکلي.

کندهار والي په کندهار کې خبریالانو ته وویل، هغو کسانو چې په تېرو پنځو کالو کې یې په میاشنین ولسوالۍ کې له طالبانو سره همکاري کوله، اوس باید راستانه او د افغانستان له حکومت سره همکار شي.

بل خوا، ددغه ولایت امنیه قومندان رازق وايي چې په دې ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو له لوري د ځای پرځای شویو ماینونو د شنډولو چارې روانې دي.

نوموړي ويلي، چې د ښار او ولسوالۍ ترمنځ یې پر لاره امنيتي پوستې هم اچولې دي.

افغان چارواکي وايي د میانشین بېرته ګوتو کولو پرمهال په عملیاتو کې هېڅ تلفات نه دي اوښتي، او یوازې یو پولیس د شلخي ماین په چاودنه کې وژل شوی.

میانشین له پاکستان سره د کندهار یوه ګډه پوله لرونکې ولسوالي ده، چې له زابل او اروزګان ولایتونو سره هم ګډه پوله لري.

افغان چارواکي له دې اړخه اندېښمن دي، چې په سرحدي ولسوالیو کې د طالبانو نفوذ او حاکمیت له پاکستان څخه افغان خاورې ته د اورپکو د ارامه تګ- راتګ په چاره کې ډېره مرسته کوي.

دوی دا هم وايي چې د میانشین له لارې په تېرو څو کالو کې طالبانو ته له پاکستانه مرستې رسېدې.

ورته مطالب