'سالنګ د مسافرو لپاره پرانیستل شو'

سالنګ
Image caption تېر کال په سالنګونو کې د توپان او واورو ښوییېدو له کبله لسګونه کسان مړه شول.

د سالنګ ساتونکي چارواکي وايي چې دغه لاره یې د مسافرو پرمخ پرانیستې ده.

د سالنګ لاره د تېرې واورې له کبله تړل شوې وه.

چارواکي وايي چې مسافر پرې تلی شي، خو بار وړونکي ګاډي پرې لاهم نه پرېږدي.

تېر کال په سالنګونو کې د واورو د ښویېدو له کبله لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.

خو د سالنګونو د ساتنې او څار د ادارې مشر جنرال رجب وايي چې په سالنګونو کې د تېرو درو ورځو په توپانونو او واورو ښویېدو کې هېڅوک نه دي مړه شوي.

سالنګ ته له نژدې د سیمې د حالت لیدو لپاره د بي بي سي ورغلی خبریال وايي وايي چې مسافرو په حواله په جبل السراج کې لسګونه بار ګاډي ولاړ ول.

مسافرو ویلي چې په دغو ګاډو کې زیاتره داسې توکي ول، چې د وخت په تېرېدو خرابېږي.

ورته مطالب