افغانستان د بلغاریا پرځای یونان کې سفارت جوړوي

افغان یونان کې
Image caption دا مهال په یونان کې تر دیرشو زرو پوري افغان کډوال پراته دي چې یو شمېر یې د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله په بند کې د ي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په بلغاریا کې د افغانستان سفارت تړي خو پر ځای یې په یونان کې د افغان کډوالو د ډېرښت له کبله نوی سفارت پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ددې کار دلیل په یونان کې د افغان کډوالو د شمیر ډیروالی یادوي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

دا مهال د یونان په آتن کې تر ۳۰ زرو پورې افغان کډوال مېشت دي چې ډیری یې له دې لاري نورو اروپایي هېوادونو ته ځي، خو هغه کډوال چې په ناقانونه توګه تللي له بې شمیره ستونزو سره لاس او ګریوان دي او آن په سلګونو افغانان د آتن په زندانونو کې شپې ورځي تېروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې دا پریکړه یې آتن ته د یوه افغان پلاوي د سفر وروسته کړې چې هلته یې له افغان کډوالو سر ه لیدلي دي.

یونان، د اروپا دروازه

یونان چې د اروپا یوه دروازه هم ورته وایي یو له هغو هیوادونو دی چې اروپایي هېوادونو ته د تګ د اسانتیا له کبله یې په دې وروستیو کې د ډیرو افغانان پام ځانته اړولی دی.

په تېره بیا هغه افغانان چې له ناقانونه لارو غواړو اروپا ته ولاړ شي، له افغانستان څخه ایران، ترکیې او بیا یونان ته اوړي.

تر دې مهاله ددغو کډوالو چاري په بلغاریا کې د افغانستان د سفارت له لاري پرمخ وړل کېدلې، خو اوس د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وایي په یونان کې د افغانستان سفارت کولی شي له بلغاریا سره هم د افغانستان اړیکي وساتي.

ښاغلی موسی زی وایي په بلغاریا کې د افغانستان د سفارت بندېدل به د دواړو هېوادونو پر دیپلوماتیکو اړیکو کومه اغېزه ونه کړي.

افغانستان له شاوخوا ۶۰ کلونو راهیسې له بلغاریا سره دیپلوماتیکي اړیکې درلودې، خو دا چې ددغه سفارت تړل د نړیوالو توافقاتو په اساس څه مانا درلودلی شي، د کابل پوهنتون استاد نصر اله ستانکزی وایې دا د هر هیواد حق دی چې د خپلو سیاسي ګټو په پام کې نیولو سره په یوه بل هیواد کې ځانته سفارت جوړ او یایې له منځه یوسي.

د قانون پوهانو په خبره د یونان د ستراتیژیک موقعیت له کبله کیدای سي پدغه هیواد کې د افغانستان سفارت په نورو هیوادونو لکه بلغاریا کې د تړونونو په اساس د افغانستا ن ګټي وساتي.

د انځور حقوق
Image caption په یونان کې یو شمېر کډوال وايي چې د افغانستان حکومت ددوی وضعیت ته پام نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایې د افغان پلاوي د سفر وروسته ددغو افغان بندیانو ۱۰۰ تنه یې خوشي شوي او اوس په پام کې ده دغو کسانو ته پاسپورتونه او یا د برته راتګ لپاره ځانګړې پاڼې جوړي کړي.

ډیری افغانان دغه لاره اروپا ته د تګ لپاره ډیره آسانه ګڼي خو هلته له ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي.

دغه کډوال پر افغان دولت او نړیوالې ټولنې نیوکې کوي او وایي ددوی وضعیت ته پاملرنه نه کوي . دوی ورغلي افغان پلاوي ته د یونان د پولیسو له چلند څخه هم شکایت کړی.

ډیری افغانان په خپل هیواد کې د نا امنیو ، بیوزلۍ ، بیکارۍ او ناڅرګندې راتلونکي څخه د پناه کېدو په موخه اروپایې هیوادونه ته مخه کوي او ددوی په اصطلاح د اروپا دروازې یعنې یونان ته ورځي.

ورته مطالب