افغانستان له ایرانه یو میلیون ټن تېل پېري

Image caption د افغانستان په مارکیټونو کې د سون توکو بیې تېر اوړی د ایران له لورې د تېلو د ترانزیت په برخه کې د ستونزو له رامنځته کېدو راهیسې په پرله پسې توګه پورته روانې دي.

له ایران نه د سونتوکو د واردولو په اړه دغه نوی تړون د افغانستان په بازارونو کې د دغو توکو له کنټروله د وتلې بیې د کابو کولو لپا ره له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغان حکومت د روانو هڅو په لړ کې یوه بله تازه هڅه ده.

د دې موخه په کورني مارکیټ کې په بیساري ډول د تیلو د ختلې بیې کابو کول ښودل کېږي.

حکومت تر دې وړاندې هم څو ځله په بازار کې د مداخلې له لارې د سونتوکو د بیو د کنټرول هڅه کړې، خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وایي له ایران سره د شوې موافقې له مخې به د یو کال په موده کې له دغه هیواد نه د هغو شرکتونو پر مټ یو میلیون ټنه تیل وارد شي چې د شرایطو په سر له حکومت سره موافقې ته ورسېږي:

ددغه وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل بي بي سي ته وویل:''افغانستان کې د تېلو د بیو د لوړوالي یو دلیل دا دی چې رالېږدول یې موږ ته قیمته تمامېږي. موږ ځینې وخت له روسیې او ځینې وخت له ازبکستان او ترکمنستان څخه تېلو واردوو، چې د یوه ټن تېلو د لېږد لګښت نژدې دوه سوه او پنځوس تر درو سوو ډالرو تمامېږي.''

افغان چارواکو په داسې حال کې له ایران نه د تیلو د واردلو په برخه کې د دغه تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړی چې لویدیځ له دغه هیواد نه د تیلو پر رانیولو تازه بندیزونه لګولي.

تر دې وړاندې هم افغان حکومت په مارکیټ کې د سون توکو د بیو د کنټرول لپاره څو ځله مداخله کړې وه او په دې ترڅ کې یې له روسیې او ترکمنستان نه هم د تیلو د واردولو په اړه له ماسکو او عشق اباد سره قرارداونه لاسلیک کړي و، خو دغو هڅو ظاهراً نتیجه نه ده ورکړې.

افغان حکومت په ټوله کې له دې اړخه له سختو ولسي نیوکو سره مخامخ دی، خو چارواکي تر ډيره پړه پر سوداګرو اچوي.

ښاغلي غازي خیل په همدې اړه په کابل کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال وویل سوداګر له انصاف نه زیاته غواړي او د دې بار پر ولس پریوزي.

Image caption افغان چارواکو په داسې حال کې له ایران نه د تیلو د واردلو په برخه کې د دغه تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړی چې لویدیځ له دغه هیواد نه د تیلو پر رانیولو تازه بندیزونه لګولي.

خو سوداګر له خپل لورې چارواکي د ګاونډیو هیوادونو له لورې افغانستان ته د وارداتو په وړاندې د جوړیدونکو خنډونو په اوارولو کې پر پا تې راتلو ګرم بولي.

د افغانستان په مارکیټونو کې د سون توکو بیې تېر اوړی د ایران له لورې د تېلو د ترانزیت په برخه کې د ستونزو له رامنځته کېدو راهیسې په پرله پسې توګه پورته روانې دي.

هغه وخت د چارواکو اشارې دا وې چې ایران ګواکې غواړي له خاورې یې افغانستان ته د تیلو د ترانزیت پر ځای، کابل د اړتیا وړ تیلو د پام وړ برخه له ایران نه وپلوري چې هغه مهال دغې غوښتنې ته له ازاد بازار نه د سرغړونې په سترګه کتل کېدل، خو اوس چارواکي دا په بیساري ډول د تیلو د بیو د ختو له اړخه زیږېدلو اندېښنو ته معقول ځواب بولي.

ورته مطالب