افغانستان د انساني قاچاق د مخنيوي لارې چارې لټوي

حبیب الله غالب
Image caption ښاغلی غالب زیاتوي ځینې کسان پر دولت د سیاسي فشار او هم د بهرنیو موسسو د چارو په وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کولو لپاره انسانان تښتوي.

د افغانستان د عدلیې وزرات له یو شمېر نورو حکومتي اداروه سره یوځای په هېواد کې د انسانانو د قاچاق او تښتونې د مخنیوي لارې چارې لټوي.

د افغانستان د عدلیې وزیر وايي د انسانانو د قاچاق په برخه کې زیاتره مېرمنې او ماشومان شامل دي، خو د تښونې موضوع تر ډېره د پیسو او سیاسي موخو لپاره ترسره کېږي.

د دې وزارت په وینا دوی دا مهال دقیقې شمېرې نه لري چې له افغانستان څخه څه شمېر کسان قاچاق شوي او کومو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د انسانانو تښتونه او قاچاق د افغان حکومت په وړاندې یوه ستره ننګونه بلل کېږي. له تېرو شاخوا لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې سلګونه سوداګر او پانګه وال تښتول شوي، چې ځینې د ډېرو پیسو په بدل کې راخوشې شوي، ځینې یې وژل شوي او یو شمېر نور بیا لادرکه دي.

دغه راز د یو شمېر کسانو د قاچاق خبرونه هم ورکول کیږي، د افغانستان د عدلیې وزیر حبیب الله غالب په وینا د انسانانو د قاچاق په برخه کې تر ډېره ښځې او ماشومان تر ګواښ لاندې دي ځکه په بېلابېلو برخو کې له دوی کار اخیستل کېږي:

''د ښځو او ماشومانو طبقه ډېره زیانمنونکې او د پام وړ دي، ځکه په انساني قاچاق کې ښکېل کسان په اسانۍ سره کولای شي له دوی ګټه پورته کړي د بېلګې په ډول په شاقه کارونو او بدلمنۍ لپاره او یو شمېر نور یې د بدن د غړو لپاره دغه راز د مخدره موادو د قاچاق او حتی د ترهګرۍ موخو لپاره کارول کېږي.''

ښاغلی غالب زیاتوي ځینې کسان پر دولت د سیاسي فشار او هم د بهرنیو موسسو د چارو په وړاندې د خنډونو د رامنځ ته کولو لپاره انسانان تښتوي.

د انځور حقوق AP
Image caption په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د سړي تښتونې پېښې ډېرې شوي.

خو یو شمېر خلک د خپل خپلوانو د تښتونې او یا هم د هغوی د قاچاق په اړه له امنیتي سرچینو سره خپلې ستونزې نه شریکوي.

ویل کیږي چې د انسانانو په قاچاق او تښتونه کې ځواکمنه مافیا او وسله والې ډلې چې د ځینو لوړپوړو چارواکو ملاتړ هم ورسره دی، لاس لري.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د سړي تښتونې پېښې ډېرې شوي څو وروځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې هم په تېر يوه کال کې په پلازمېنه کابل او يو شمېر نورو ښارونو کې یوازې د ۹۰ تنو سوداګرو د يرغمل او تښتولو خبر ورکړی وو، چې د تښتول شويو سوداګرو له منځه ۱۲ يې وژل شوي او اته نور يې لا هم تري تم دي.

ورته مطالب