ايران پر "سي ای اې جاسوس" د مرګ حکم کړی دی

امیر میرزا حکمتي
Image caption ایراني چارواکو ۲۸ کلن امیر میرزا حکمتي تېره میاشت له بګرامه ایران ته پر لاره ونیو.

يو امريکايی سړی چې په خټه ايرانی دی سي ای اې ته د جاسوسی په تور په تهران کې د يوې محکمې له لوري په مرګ محکوم شوی دی.

نيمه رسمي فارس خبري اېجنسۍ ويلي امير ميرزايي حکمتي ته "له دښمن هېواد سره د همکارۍ، د سي ای اې غړيتوب او په ترهګرۍ کې د ايران ښکېلونې هڅې له امله د مرګ سزا ورکړل شوې ده".

ښاغلی ميرزايی ۲۸ کلن دی، او په تېر دسمبر کې يې د محاکمې پر مهال وويل شول چې پر ورمخامخ تورنو يې اعتراف کړی دی.

خو د ده کورنۍ چې د امريکا په ارېزونا کې مېشته ده، وايي پر ده لګېدلي تورونه جعلي دي، او دی د خپلو نياګانو د ليدلو لپاره ايران ته تللی و.

امريکا ويلي پر ده لګېدلی تورونه بې بنسټه دي، او د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

ايران پر ښاغلي حکمتي تور لګولی چې دغه هېواد ته له استونې مخکې په افغانستان او عراق کې په امريکايي اډو کې روزنه ورکړل شوې ده.

سره کرښه

په دسمبر کې د ده د محاکمې پر مهال، څارنوالانو د ده هغه خبرې را اخيستې وې چې دوی ويل د ښاغلي حکمتي اعتراف و، چې څو ورځې مخکې يې پر دولتي ټلوزيون کړی و، او په کې يې منلې وه چې د سي ای اې لباره د ايران ساتخبراتي کړيو ته ورننوځي.

د ده پلار علي حکمتی وويل زوی يې د امريکا له پوځ سره په ۲۰۰۱ کال کې يو ځای شوی او په سمندري ځواکونو کې يې د عربي ژباړن په توګه خدمت کاوه.

د بشري حقونو ډلو هم د دغو اعترافونو د قانونيت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. امير حکمتي اوس ۲۰ ورځې لري چې د خپلې سزا پر وړاندې د استيناف يا بيا غور غوښتنه وړاندې کړي. دغه حکم د ايران او لوېديځ ترمنځ د زياتېدونکي تاوتريخوالي پر مهال کېږي.

امريکا د ايران پر مرکزي بانک نوي بنديزونه لګولي دي. اروپايي ټولنه هم د ايران د تېرو پر صادراتو د بنديز لګونې تابيا لري.

ورته مطالب