مدافع وکیلانو د خبریالانو ددفاع کمېټه جوړه کړه

د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې د رسنیو لپاره ځانګړې حقوقي کمیټه جوړه کړې ده.

د دغې ټولنې چارواکي وايي، په دې کمیټه کې شاوخوا ۵۰ مدافع وکیلان فعالیت کوي، چې د خبریالانو د ستونزو د اورېدو لپاره به له حقوقي پلوه وکالت کوي.

یاد ټولنه دارنګه وايي، په ټول افغانستان کې به د هغو خبریالانو وړیا وکالت کوي، حقونو یې تلف شوي وي.

که څه هم په افغانستان کې د خبریالانو د دفاع بېلابېلې ډلې شته، خو دا لومړی ځل دی، چې د خبریالانو د قضیو د څېړلو لپاره د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه د رسنیو او خبریالانو د قضیو د څېړلو لپاره مسلکي مدافع وکیلان ګماري.

د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه وايي، د رسنیو ځانګړې کمیټه به په ټول هېواد کې د افغان خبريالانو ستونزې اوري او د قانوني دفاع په توگه به يې وکالت کوي.

د دغې ټولنې مشر روح الله قاری زاده وايي:

''له ټولو هغو خبریالانو سره، چې په یوه جرم تورنېږي او یا زیانمېږي، زموږ مدافع وکیلان په څارنوالۍ، پولیسو او محکمو کې له د هغوی له حقونو دفاع وکړي.''

ښاغلي قاري زاده تمه ښیې، چې د دې کمیټې په رامنځ ته کېدل به د افغان خبریالانو د حقوقي ستونزو په له منځه وړو کې مرسته وکړي.

خو په همدې حال کې یو شمېر افغان خبریالان، د دې ډول کمیټو رامنځ ته کېدو ته ډېر هیلمن نه ښکاري.

د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه وايي چې په وړیا توګه به د خبریالانو دفاع کوي.

دوی وايي، پخوا هم ورته ګڼ شمېر د ژورنالستانو د دفاع ټولنې جوړې شوي، خو وايي، پایلې مثبتې نه وې.

په افغانستان کې د بیان له ازادۍ سره سره، په تېرو لسو کلونو ګڼ شمېر ژورنالستان یا وژل شوي او یاهم د زورواکانو له خواګواښل شوي دي.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۵۰ راډیوګانې، ۵۰ تلویزیوني چینلونه، ۱۲ خبري اژانستونه او په ګڼ شمېر چاپي رسنۍ فعالیت کوي، چې د ځینو شمېرو له مخې شاوخو لس زره کسان پکې کار کوي، خو په تېرو لسو کلونو کې د دوی کاري خوندیتوب د بیان ازدۍ لپاره یوه ستره ننګونه بلل کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .