اکبرزاده: د پي آر ټي د مرسته شویو پیسو پلټنه کوو

د غزني والي او د پولنډ پي آر ټي د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د غزني والي وايي چې يوازې د پوهنې په برخه کې ٤،٦٥ ميليونه ډالر لګېدلي، چې په وينا يې، په دومره پيسو ډېر کار کېږي او ډېر نوي ښوونځي پرې جوړېدلى شي؛ خو نه دي شوي.

د بيارغاونې د پروژو د كيفيت د نشتون، په خپل وخت دنه پشپړيدو ، د زيات لګښت او پكې د وهنو او په ځينو حالاتوكې ددغو پروژو په نيمايي كې د كار د بريښودو او ان د قرارداديانو د تښتېدو په اړه خلك ډول ډول څرګندونې كوي.

خو دا ځل د غزني والي موسی خان اكبر زاده وايي چې ددو كلونو په موده كې د ولايتي بيارغاونې يا پي ار ټي ډله چې په غزني كې د كومو لګول شويو پيسو ادعا كوي، د پام وړپروژې نه دي عملي شوي.

د غزني والي وايي دغه پيسې په غزني كې د ځينو ادارو له لوري لګول شوې چې پرې ډېر څه نه دي ترسره شوي.

د غزني والي موسی خان اكبر زاده وویل: ''په ۲۰۱۰ او ۱۱ كال كې د پي ار ټي له لوري د ۲۸ ميلیونه ډالرو د لګول كېدو ادعا شوې چې د بيا رغاونې د پروژو په برخه كې يې د پوهنې، كرنې او مالدارۍ، او د عامې روغتيا له رياستونوسره مرستې كړي. ''

هغه وايي ٢٨ ميليونه ډالر خورا ډېرې پيسې دي، خو د هغو پروژو شمېر تر دې ډېر کم دى، چې دا پيسې پرې لګېدلې دي.

د ده په وينا، ښايي په دې پيسو کې اختلاس شوى وي، چې په اړه به يې د پولنډ له پي ار ټي او له هغو حکومتي ادارو څخه پلټنې پيل کړي، چې دغه پيسې يې لګولې دي.

نوموړي وويل، چې په دې سند کې په تېرو دوو کلونو کې ډېرې پيسې د عامې روغتيا، پوهنې او کرنې په برخه کې په پراختيايي پروژو لګېدلې دي.

اکبرزاده زياته کړه، چې يوازې د پوهنې په برخه کې ٤،٦٥ ميليونه ډالر لګېدلي، چې په وينا يې، په دومره پيسو ډېر کار کېږي او ډېر نوي ښوونځي پرې جوړېدلى شي؛ خو نه دي شوي.

د والي په وينا، په همدې موخه يې د پلټنې لپاره يو پلاوى ټاکلى، ترڅو د لګول شويو پيسو په اړه پوره معلومات راټول او د بشپړو شويو پروژو کچه معلومه کړي. ده وويل: ''له فساد سره به کلکه مبارزه کوم او که دغه پيسې د پروژو پر ځاى جيبونو ته تللې وې، نو په اړه به يې جدي اقدام کوم.''

د غزني والي وايي: ''په دې موخه په پام كې لري چې هغو ادارو او رياستونو د ترسره شويو پروژو كارونه د هغو اسنادو او ليست پربنسټ چې ترلاسه شوي د يوه پلاوي په واسطه وڅېړي چې ورسره د ولايتي بيا رغاونې د ډلې له لوري مرسته شوي. له څېړنو وروسته به روښانه شي چې په رښتيا هم دا پيسې لګول شوې او كه په كې اختلاس شوى''.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption خو دا ځل د غزني والي موسی خان اكبر زاده وايي چې ددو كلونو په موده كې د ولايتي بيارغاونې يا پي ار ټي ډله چې په غزني كې د كومو لګول شويو پيسو ادعا كوي، د پام وړپروژې نه دي عملي شوي.

په غزني كې د ولايتي بيارغاونې د ډلې قوماندان جنرال پيتربلازيوس وايي د۲۰۱۰ او ۱۱ ميلادې كلونو په ترڅ كې په غزني كې د بيا رغاونې ډيري پروژې د غزني ولايت په بېلابېلو ولسواليو، او د غزني په ښاركې پلې كړي، چې په كې د ښوونځيو، كلينكونو، ودانيو، د اوبو د بندونو، پلونو پلګوټو، پاركونو او سړكونو جوړول، په ځينوكليوالو سيمو كې د لمرينې بريښنا رسول، او ان يوشمير ښځو ته هم د غاليو د او بدلو د زمينواو زده كړو په برخه امكانات برابرول راځي، چې ددې ټولو شمير يوازې په په ۲۰۱۱كال كې دري ديرشو پروژو ته رسيږي چې پرې اتلس ميلیونه ډالره لګښت راغلی.

هغه وايي په دې برخه كې د نورومرسته كوونكو اداروله لوري هم مرستې شوې:''خو دلته ګڼ څيزونه شته چې بايد وڅېړل شي لومړى داچې پيسې له بېلا بېلو سرچينو راغلې دي يو مبلغ يې له پي ار ټي –اي ډي ټي ، او بل مبلغ يې هم له ځينو ناحكومتي ارګانونو راغلي دي چې موږ پرې پوره كنټرول نه درلود، چې چېرته او څرنګه لګول شوې دي. فكركوم چې موږ نورو پلټونو ته هم اړتيا لرو ستونزه له كابله د پيسو په راتلو او لګښت ده چې تقريباً يوازې ۳۰ يا۴۰ سلنه بوديجه يې لګول شوې ده، خو دا چې پيسې شته د لګولو مناسب سيستم يې نه شته.''

د يادولو ده چې په غزني كې د بيا رغاونې د امريكا او پولنډ دهيوادونو دوه ډلې كار كوي د كار پېژاندو په خبره چې ډېری وخت ددوی او ځايي ادارې تر منځ د همغږي نشتوالى ددې لامل شوى چې په خپل وخت پروژې نه پلې كېږي، نو ځكه هم د خلكو ستونزې پر خپل ځاى پاتې دي.

ورته مطالب