د استاد منلي کالم: د صفا کارو جگړه

نجيب منلى

په ډېرو لېوني خوښېږي. د متلونو په اړه ویل کېږي چې ستر عیب یې دا دی چې په ګڼو،ان سره متضادو حالتونو کې هم کارول کېږي.

کله به مې چې په کور کې دا متل تېر کړ زامنو به راپورې خندل. ویل به یې چې پلار خپله بې کاري د ولسي پوهې تر پولې لاندې پټه وړي. د هغوي په اند، که ما ډېر نه درلودل، له دې کبله نه وو چې دا ګوندې د لېونیو برخه وه، علت یې دا و چې زه یې په راټولولو کې پاتې راغلی وم.

د افغانستان حکومت هم ظاهراً زما د زامنو غوندې هوښیار دی. خو زما په شان بېکاره نه دی. له پېړیو راهیسې په ټولنې کې د عامه خوندي توب له پاره پولیسي ادارې جوړې شوې دي او د جرمونو د ځپلو په خاطر قضایي نظام منځ ته راغلی دی. کله کله داسې هم شوي دي چې د دغو دوو اساسي اورګانونو په ملاتړ کې یوه، نیمه بله اداره هم را منځ ته شوې وي لکه واخلې د څارنوالۍ اداره.

فساد د هر ټولنیز نظام سره تړلې ښکارنده ده. تل وه او تل به وي.

د عادي ټولنو په عادي نظامونو کې د فساد د ځپلو له پاره هماغه دوه یا درې ادارې چې یادې مو کړې کافي وي خو د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته چې په افغانستان کې کوم نظام جوړ شو، هغه یو عادي نظام نه و.

د افغانانو د کورنیو فوق العاده وړتیاوو سره چې نړيوال ظرفیتونه یوځای شول د فساد د ودې لپاره داسې یو چاپېریال رامنځ ته شو چې د نړۍ د چرګانو د فارمونو او د بوټو د نرسریو ( پالنځاى) رخه پرې راتلای شي.

دلته هر څه فساد، فساد شول. نه په پولیسو باور پاتې و، نه څارنوالۍ ته سترګې وراووښتې او نه قضا ته د حیا تڼۍ ورپاتې وې.

لکه وطني کبل، د وطني فساد ځېلۍ هم هر لور ته غځېدلې وې. چارواکو د موجودو ادارو د فساد د مخنیوي له پاره نورې ادارې جوړې کړې. له نشه یي توکیو سره د مبارزې له پاره خاص اورګان، نه، اورګانونه تشکیل شول، له اداري فساد سره د مبارزې کمیسیون جوړ شو، ورپسې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د تطبیق اداره جوړه شوه بیا څه او بیا څه.

نړيوالې ټولنې هم د دغو نوو، بې شمېره اورګانونو جوړېدل وستایل او ملاتړ یې ترې وکړ.

خو دغه کبل هم هماغه وطني کبل وو چې خارجۍ سره یې ورکړې وه، هماغسې یې ځېلۍ و غځولې، غندلې یې وکړې؛ خو تر اوسه لا په ټول افغانستان کې داسې څوک نه دی پیدا شوی چې د فساد تور پرې ولګېږي، څارنوالي یې و څېړي او محکمې پرې حکم وکړي.

ولسمشر په ډاګه وایي چې د ده خپل چاپېریال په فساد کې ښکېل دی، لوی څارنوال چیغې وهي چې د دولت اراکین په فساد ککړ دي، د ستراتیژۍ د تطبیق د څار اداره وایي چې دوسیې لري خو تر اوسه لا هغه څوک چې درې زره جریبه ځمکه یې په زور خپله کړې ده د «یو کس» په نامه یادېږي او د دندې په اړه یې هم ویل کېږي چې : «ضرور نه ده چې وزیر یا معین دې وي خو د همدې کچې یو څوک دی».

له فساد سره د مبارزې له پاره د جوړو شوو اورګانونو تر منځ وروستۍ جګړې یو ځل بیا هماغه پخوانی متل رایاد کړ.

د یوې ادارې مشر د رسنیو له لارې داوه کوي چې د «یو کس» دوسیه یې څارنوالۍ ته استولې خو د لوي څارنوال دفتر د رسنیو له لارې ځواب ورکوي چې که دوی ریښتیا وایي نو نر دې شي د دوسیې نمبر دې ورته وښایي.

زاړه متلونه په نوي عصر کې نه چلېږي. اوس د «لا ډېر» مود راغلی. که درمل درباندې و نه لګېدل داسې مه انګېرئ چې ګوندې درمل به سم نه وي تجویز شوي. ډوز ( اندازه) یې لوړ کړئ، خدای مهربانه دی کېدای شي چې و مو نه وژني.

ډاډه اوسئ چې ډېر ژر به د یوې نوې ادارې د زېږېدو زېری واورئ چې له فساد سره د مبارزې د بېلابېلو اورګانونو تر منځ د دوسیو د جریان د تنظیم دنده به ولري. دا لېوني نه دي چې په ډېرو خوښېږي خو که حالات همداسې وي ډېر به لېوني کړي.