امريکا: دطالبانو او د کابل د خبرو ملاتړ کوو

هيلرې کلنتن
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې داسې ښووله لکه دوى چې له طالبانو سره په خبرو کې مخامخ لاس نه لري

هيلري کلينټن دا خبره داسې را اړوله لکه له طالبانو سره په خبرو کې چې امريکايي سرکار ښکاره لاس نه لري.

داسې ويل د کرزي او طالبانو له بيانونو څخه مالوميږي چې دوی په قطر کې د طالبانو پر سياسي دفتر سره جوړيږي.

خو د دې په قول تر اوسه لا دا جوړه ګرد سره نه ده شوې.

د دې له بيانه چې موږ مازې دې کار ته تازه ازمايښتي لاس ور اچولی ګورو چې يوشي ځينې جوړيږي که يه.

رسنيو ته په خبرو کې د امريکا نژدې ملګری د قطر لومړي وزير شېخ حماد جسيم الثاني هم ورسره ولاړ و.

هيلري کلينټن دا ادعا هم کوله چې د افغانانو په مشرۍ د روغې د خبرو ملاتړ کوي.

خو دې د خبرو شرطونه بيا په ډانګ پېيلې کتار کړل چې طالبان به له جنګ وجدله لاس اخلي، د القاعدې سره به يې رغوي، جوړ شوی اساسي قانون چې د ښځو اوپه تېره د لږکېو د حق بېل بېل ضمانت کوي مني نو بيا موږ ورسره کښېنو.

هيلري کلينټن دا هم ويل چې ولسمشر کرزی يې د خبرو په مشرتوب کې د امريکا له ملاتړه بې غمه کړی دی.

ويل يې چې د افغانستان او سيمي لپاره د امريکا استازی مارک ګروسمن رانوې اوونۍ د قطر او کابل حکومتونو ته دمشورې لپاره وراستوي.

طالبانو تېره اوونۍ دا خبره په ښکاره اعلان کړې وه چې سره د قطره د ځينو اړوندو خواو سره يې سرسره کې خبري کړي چې د ګوانټانامو له بنده يې د زندانيانو په تبادله کې دخپلو انډيوالانو ايله کېده هم پکې غوښتي ول.

هيلري کلينټن پخوانۍ کړې ادعا بيا وکړه چې دګوانټانامو څخه دطالبانو په ايله کولو کې يې پرېکړه نه ده کړې.

ورته مطالب