کرزى:پر ښځو ظلم له اسلام او بشريت سره دښمني ده

کرزى
Image caption کرزى وايي له ښځو سره زور زياتى له اسلام او بشريت سره د ظلم په مانا دى

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړیو له ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کې د کتلو پر وخت د اسلام په رڼا کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې او د دوی په وړاندې هر ډول بد چلند او تاوتریخوالی يې حرام او د اسلامي احکامو خلاف عمل وبالۀ.

د علماو شورا ويلي چې د دیني لارښوونو په اساس ښځې د لوړ مقام خاوندانې دي او د انساني مقام له نظره د خدای په دربار کې د ښځې او نر ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا پرېکړه لیک جامع، پیاوړې او د افغانستان د حقایقو او واقیعتونو پر اساس لیکل شوی وباله.

دښمني

ولسمشر کرزي د ښځو حقونو او له دوی سره د بد چلند او تاوتریخوالي په اړه چې د عالمانو د شورا په پرېکړه لیک کې یې هم یادونه شوې ده، وویل:

" د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او په هغوی باندې ظلم د اسلام او بشریت سره دښمني ده، زموږ دیني او انساني وظیفه ده چې په وړاندې یې ودرېږو او ټولنه په دې پوه کړو چې نور د خپلو خوینو په وړاندې له ظلم او تاوتریخوالي څخه کار وانه خلي."

حامد کرزي د هېواد پر عالمانو غږ وکړ چې پر مظلومو او معصومو خویندو باندې د ظلم او تاریخوالي د مخنیوي لپاره په مسجدونو، تکایاوو او مجلسونو کې خلکو ته د دیني احکامو په رڼا کې وعظونه او نصیحتونه وکړي او دوی ته د نارواوو په اړه معلومات ورکړي.

په دغه ناسته کې د ولسمشرۍ د دفتر په وينا د ښځو په استازیتوب د ولسي جرګې غړې شینکۍ ذهین کړوخیل خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان د ښځو د حقونو او له دوی سره د ناوړه چلند په اړه د عالمانو د سرتاسري شورا له غړیو سره خبرې کوي او خپلې ستونزې بیانوي.

اغلې کړوخېل وويل د عالمانو له ملاتړ او همکارۍ پرته نه شي کولای چې د دوى په وينا د هغو یو شمېر جاهلو انسانانو په وړاندې مبارزه وکړي چې خپلې خویندې په تاریکۍ کې ساتي، مهر او میراث یې نه ورکوي او د بدل په مقابل کې یې په لوړ قیمت پلوري.

مولوى قیام الدین کشاف د ښځو د مهر خوړل او د هغوی په بدو کې ورکول حرام وبلل او دا کار یې د رشوت او سود له حرام عمل سره یو شان وباله.

په دې وروستيو کې رسنيو څو داسې پېښې رسوا کړې چې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې يې له ښځو سره د بد چلند کيسې کولې.

د بشري حقونو او د ښځو د ملاتړ ادارې تل وايي چې په افغانستان کې له ښځو سره چلند لا هم ښه نه دى او بايد په دې برخه کې کار وشي.

ورته مطالب